په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو لخوا ۱۱ تنو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د کندز ولایت د علي اباد ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته باندې د وسله والو طالبانو په حمله کې لسو تنو سیمه ایزو پولیسو ته مرګ ژوبله او ښتي ده.
یوې اعتبارې سرچینې خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،وسله والو طالبانو تیره شپه یوه بجه( کب۲۰) د علي اباد ولسوالۍ د محلي پولیسو په یوه پوسته حمله وکړه چې ۴ تنه امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي دي او ۷ تنه پکې ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا په ټپیانو کې د ملې اردو سرتیري هم شامل دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د کندز د پولیسو نظر هم له ځانه سره ولرو خو د مکررو اړیکو له نیولو وروسته مو هم ځواب ترلاسه نه کړو.
دا په داسي حال کې ده چې دوه شپې وړاندې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د ملې اردو او سیمه ایزو پولیسو ۳۰ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.
محراب الدین ابراهیمي- د شمال زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *