د قطر د پاچا ورور د عربستان وليعهد ابوجهل وباله

د قطر د پاچا ورور او ددغه هیواد د ملې المپیک کمیټې رییس جوعان بن حمد آلثاني د عربستان د ولیعهد ” محمدبن سلمان”ته د قطر خلکو ته د سپکاوي کولو په ځواب کې محمد بن سلمان د ابوجهل سره ورته وباله.
د قطر د پاچا ورور ددغه دوه هیوادونو د مشرانو د لفظې شخړو په دوام په خپل ټویټ کې ولیکل: هغه کسان چې مسائیل په حجم او عدد مقایسه کوي،کم عقل دي او په اخر کې به ماتي خوري.
هغه زیاتوي:قریشو هغه وخت د بدر په غزا کې ماتي وخوړه چې د ابوجهل تابعیت یې وکړ هغه د اسلام د سپاهیانو د کیفیت څخه غافله وو.
د سعودي عربستان وليعهد “محمد سلمان”د قاهرې د سفر په یوه څنډه کې د خبریالانو سره په ناسته کې اعلان وکړ: د قطر لانجه یوه کوچنۍ مسأله ده دده فکر نه مشغولوي.
هغه په خپلو څرګندونو کې د قطر سره اختلافات کم اهمیته اعلان کړل او ویي ویل:هغوې ته اهمیت نه ورکوم.د قطر د اوسیدونکو شمېر د مصر د اوسیدونکو د یوې کوڅې په اندازه هم نه دی او د سعودي ددولت هر یو وزیر کولای شي د قطر لانجه حل کړي.
د عربستان ولي عهد د خبرو په جریان کې د خپل هیواد سرمایه ګزاري په امریکا کې ۸۰۰ میلیارد ډالره یاده کړه او د هغې څلور چنده عواید د قطر څخه لاسته راوړو او ويي ویل:عربستان به ډېر ژر د فارس خلیج د همکارۍ شورا ترتیب کړي اود فارس خلیج د هیوادونو په څنډه کې د قطر ګډون او نه ګډون کولو مسأله زمونږ لپاره اهمیت نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *