په جوزجان ولایت کې داعش ترهګرې ډلې ښځې او ماشومان یرغمل کړي دي

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، دداعش ترهګرې ډلې جنګیالیو د امنیتې ځواکونو پر وړاندې د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړې دي او ددې په خاطر چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو څخه په امان کې پاتي شي ښځې او ماشومان یې له ځان سره یرغمل کړي دي.
د درزاب ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نن د سې شنبې په ورځ ( کب ۱۵) خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،له پرون ورځ راهیسې د داعش ترهګرې ډلې جنګیالیو د کورونو څخه د خلکو د تښتیدو مخه نیولي ده او هغوې یې د ځان لپاره د انساني سپر په توګه جوړ کړي دي.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي،سره له دې چې په دې وروستیو دوه ورځو کې جنګ دریدلی دی؛ مګر دداعش جنګیالي د ولسوالۍ د مرکز او امنیتي پوستو سره نژدې د خلکو په کورونو کې شتون لري او دویم ځلي جګړې په پیل کیدو سره به ملکي وګړو ته چې زیاتره برخه یې ماشومان او ښځې دي ضرر ورسیږي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف کریمي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،دې ډلې ددې ولسوالۍ د ۱۱ کلیو اوسیدونکي چې له خپلو کورونو تښتیدلي وو،هغوي د مرګ دګواښونو په تهدیدولو سره ددویم ځل لپاره خپلو کورونو ته ستانه کړي دي.
د هغې په وینا داعشیانو خبردارې ورکړی دی که دوې بیا له کورونو تیښته وکړي وبه وژل شي.
هغه وایي،که ژر تر ژره داعشیان ونه ځپل شي ددې ولسوالۍ وضعیت به له دې هم خراب شي.
په عین حال کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې ددې ډلې لخوا د ملکي وګړو یرغمل کولو تایید وکړ.
هغه وویل،داعشیان ددې لپاره چې د امنیتي ځواکونو له بریدونو په امان کې پاتي شي ملکي خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو کورونو بهر ووځي.
له دې مخکې د افغانستان د شمال امنیتي مقاماتو ویلي وو چې ددولت وسله وال مخالفین ددې لپاره چې د امنیتي ځواکونو څخه ځان وژغوري د خلکو د کورونو څخه د سنګر په توګه کار اخلي.
تر اوسه پورې داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تیره اوونۍ داعش جنګیالیو ددې ولسوالۍ په امنیتي پوستو حملې پیل کړې وي د جوزجان ولایت د سیمه ایزو مقاماتو په وینا دغه جګړې اوس پای ته رسیدلي دي.

محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *