پاکستان C-802 کروز توغندی وازمایه
د پاکستان فوځ د تمریناتو په پای کې لرې ویشتونکی توغندیز رباط په بریالیتوب سره وازمایه او دغه توغندی یې C-802 ونوماوه.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د پاکستاني رسنیو په حواله راغلی دی دغه توغندي د جي ایف ۱۷ جنګي الوتکې او د سیف F-22جنګي بیړۍ څخه خپل ټاکل شوي هدفونه په نښه کولای شي.
سیف جنګي بیړۍ C-802 ډوله کروز توغندی چې یو بحري توغندی دی بل بحر څخه فایر کیدای شي او جي اف ۱۷ جنګي الوتکه C-802 Akتوغندی چې د هوا نه د بحر توغندی دی فایر کولای شي.
د بحري ځواکونو قومندان ظفر محمود عباسي او د هوایي ځواکونو قومندان مارشال” سهیل امان”د هند سمندر په اوبو کې د کروز توغندیو د ازمایلو پر وخت حضور درلود.
عباسي په همدغه وخت کې وویل:پاکستان په ښه ډول توانیدلی دی چې د خپلو هوایي او بحري کرښو ساتنه وکړي.
هغه د پاکستان د هوایي او بحري ځواکونو په وړتیا باور څرګند کړ او هغوې ته یې د کروز توغندیو د ازمایلو مبارکي وویله.
د رباط تمریناتو په پای کې د پاکستان بحري او هوایي ځواکونو په ګډه مانورۍ کې خپلې وړتیاوي نندارې ته وړاندې کړي.