د غوڅ ملاتړ ځواکونه د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې ځای پر ځای کیږي

د افغانستان د شمال امنیتي مقامات وایي،ډېر ژر به د قاطع ملاتړ ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو او هوایي ځواکونو د هماهنګۍ او هغوې ته د مشورې ورکولو په خاطر د افغانستان په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې ځای پرځای شي.
د افغانستان د شمال د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي خاور میانه سره په خبرو کې وویل،یوه میاشت مخکې د افغانستان شمال ته د قاطع ملاتړ ځواکونو د سفر په جریان کې د خپلو سرتیرو د ځای پرځای کولو وعده ورکړي ده.
هغه ددغه سرتیرو د ځای پر ځای کولو دقیقه نیټه مشخص نه کړه؛ مګر ويې ویل چې ډیر ژر به دغه سرتیري راشي.
په همدغه حال کې تیره ورځ( کب۱۳) د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنت ګل کړوخیل په فاریاب ولایت کې ویلي دي چې په روانه هفته کې به د ناټو ځواکونو ۶۰ تنه سرتیري چې د نظامي تجهیزاتو لرونکي به وي د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې ځای پرځای شي.
څو ورځې وړاندې د امریکا ” ملتیري” نشریي افعانستان ته د سلګونو نظامي مشاورینو د لیږلو د راپور خبر ورکړ .
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد اوسیدونکي په روان کال کې د سختو جګړو د احتمال اندیښنه لري او لیدل کیږي چې د هیواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ډیرې برخې د بې امنیتۍ شاهدې دي او هره ورځ په دغه برخو کې د وسله والو مخالفینو د ډلو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې صورت نیسي.

محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبربال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *