د روان کال په پسرلي کې د افعانستان د شمال د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې
د افغانستان په شمالي ولایاتو کې په تیر یوه کال کې د بې امنیتیو زیاتوالي او د وسله والو طالبانو حملو ددغه ولایتونو د اوسیدونکو اندیښنې راپورته کړی دي او نوې کال په نژدې کیدو سره دغه اندیښنې لا زیاتې شوي دي.
په اوسنې وخت کې د هیواد شمالي ولایتونه زیات وکم د وسله والو طالبانو او داعش د شتون شاهد دي چې دغه ډلې ټوله ورځ د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګیږي.
د هیواد اوسیدونکو په کراتو د وسله والو مخالفینو سره د حکومت د مبارزې په لاره کې د دولت په بې ارادیتوب نیوکې کړی دي.
د امریکا د متحده ایالاتو یو جګپوړي پلاوې لس میاشتې مخکې د طالبانو د حملو او د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابیدو خبرداری ورکړی وو او د امنیتي ځواکونو د کمزورې رهبرۍ په اړه يې اندیښنه څرګنده کړی وه.
د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د سازمان رییس دانیل کونس د سږ کال( ۱۳۹۶) د ثور په میاشت کې،د متحده ایالاتو د سنا د استخباراتو کمیټې ته د راپور ورکولو په جریان کې د افغانستان په کلیو کې د وسله والو طالبانو د مخکې راتګ په اړه اندیښنه ښودلی وه او ویلي وو چې د افغان امنیتي ځواکونو کارونه د کمزورې رهبرۍ په علت،د تلفاتو په پورته کیدو او تجهیزاتو نه شتون کم رنګه کړی دی.
په همدغه حال کې د امریکا د استخباراتو د دفاعي سازمان ریس خبردارې ورکړی دی چې که چیرته په افغانستان کې بهرني ځواکونه زیات نه شي په دې هیواد کې د تیرو څو کالو لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي.
تازه د امریکا د میلتري په نشرنامه تیره شنبه(۵ کب) لیکل شوي دي چې په پام کې ده د امریکا متحده ایالات سګونه مشاورین په افغانستان کې د جګړې لمړۍ کرښې ته راولیږي.
همدارنګه په دې راپور کې راغلې دي سپینه ماڼۍ نیت لري د راروان کال په پسرلي کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۱۵ زرو ته زیات کړي.
ددغه نشریې په نقل ،دغه مشاورین به په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو سره د جګړې په لومړیو کرښو کې امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.
مګر د هیواد د اوسیدونکو په باور افغانستان ته د سلګونو بهرنیو مشاورینو په رالیږل کیدو سره به امنیتي وضعیت سم نه شي؛د هغوې په وینا د دولت د وسله والو مخالفینو په وړاندې جګړه ګټوره نه ده تر څو چې د هیواد څخه بهر ددې جګړې ریښې له منځه لاړې نه شي او د پلویانو لاسونه یې په هماغه سیمه کې لنډ نه شي دغه جګړې به دوام لري.
له یوه کال څخه مخکې د افغانستان په شمال کې دداعش شتون د حکومت لخوا دروغ ګڼل کیده؛ مګر اوسمهال د جوزجان ولایت په درزاب او قوشتتپه ولسوالیو کې دې ډلې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې سختې حملې شروع کړي دي تر دې چې د محلې مسؤلانو په وینا ددغه ولسوالیو زیاته برخه دداعش ډلې يه لاس کې ده.
وسله والو طالبانو او داعش د جوزجان ولایت د واک په سرپه خپلو منځونو کې مرګونې جګړې ترسره کړي دي چې دواړو لوریو پکې تلفات لرل.
اوس چې د وسله والو طالبانو څخه وروسته داعش د جګړې په یوه لوري کې د افغان ځواکونو په وړاندې جنګیږي امکان لري چې داعش د جوزجان ولایت تر څنګ دهغه ولایاتو امنیتي وضعیت هم خراب کړي چې د ترکمنستان هیواد سره په پوله پراته دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو امنیتي مقامات چې په بلخ کې ځای پرځای دي د ۱۳۹۷ کال په پسرلي کې د وسله والو ډلو د ځپلو لپاره د چمتو والي خبر ورکوي.
ددغه نظامي مرکز امنیتي مقامات وایي،د ویره اچونکو د ځپلو لپاره به په ۹۷ کال کې د نصرت په نوم عملیات په لاره واچول شي.
ددې ټولو مسئلو څخه چې جدې بلل کیږي ،د ملې وحدت د حکومت په داخل کې تشنجونه دي؛ د جمهوري ریاست لمړی معاون جنرال دوستم او د بلخ مخکنی والي عطامحمد نور چې دهیواد په شمال کې د خلکو د پراخه ملاتړ څخه برخمن دي ددې تشنج له اصلي لورو څخه شمارل کیږي چې د ارګ او سپیدار ماڼۍ سره یې لري.
وبه لیدل شي چې د حکومت په دننه کې ددې تشنجونو،د امنیتي وضعیت د خرابوالي او د ویره اچونکو په وړاندې د مبارزې په اړه شکونو او اندیښنو سره؛ په راروان کال کې څه کیدای شي او د افغانستان خلک به د څه ډول سرنوشت انتظار اوباسي.
محراب الدین ابراهیمي- د شمال زون خبریال