د بغلان ولایت اوسیدونکي: پاکستان دې د ملګرو ملتونو د سازمان په تور لیست کې راوستل شي

د بغلان ولایت یو شمېر اوسیدونکو چې چهارشنبې په ورځ( کب ۹) ددې ولایت په پلخمرې ښار کې راټول شوي وو د ملګرو ملتونو د سازمان څخه وغوښتل چې پاکستان په خپل تور لیست کې واچوي.

هغوې د ملګرو ملتونو د سازمان د شورا ددې پریکړې چې د پاکستان هیواد به په تور لیست کې اچوي قدردانی وکړ ،هغوې وایي ددې هیواد بشرې جنایتونو ته په پام سره چې په افغانستان کې یې سرته رسوي پکار ده چې په تور لیست کې شامل شي.
همدارنګه دوې دعوه کوي چې پاکستان د افغانانو تر منځ قومي اختلافاتو ته په لمن وهلو سره همیشه دغه سیمه نا امنه ساتلي ده.
د بغلان اوسیدونکي په هیواد کې ددغه ټولو بې امنیتیو،جګړو ،چاودنو او انتحاري حملو ترسره کوونکی د پاکستان استخباراتي سازمان کار یادوي او وایي،دا هیواد د کراچۍ بندر څخه په استفادې په افغان سوداګرو فشار راوړي ترڅو خپل بې کیغیته تولیدات افغانستان ته راولیږي.
دغه اعتراض کوونکو د بغلان ولایت د یوناما دفتر څخه وغوښتل چې ددوې غوښتنې دې د نړیوالي ټولنې او د بشرې حقوقو سازمانونو غوږنو ته ورسوي.

محراب الدین ابراهیمي- د شمال زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *