په بغلان کې د مبارز او هوتک د بریاوو وروسته هوایي ډزو کې یو کس وژل شوی دی

دغه د خوشالۍ ډزې چې تیره شپه د خلکو لخوا د بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک د بریا په خاطر چې خپلو سیالانو ته یې ماتې ورکړه ترسره شوي دي چې پکې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې یو ۱۹ کلن ځوان ووژل شو.
تیره شپه د حوت د میاشتې پپینځمه نیټه په دې مناسبت کابل ښار او د هیواد نور ښارونه د خوشالیو د هوایي ډزو شاهدان وو.
بسم الله ۱۹ کلن ځوان د پلخمري ښار د قشلاق د کلې اوسیدونکی تیره شپه هغه وخت د مرمۍ ښکار شو چېد بازمحمد مبارز د بریا د لمانځلو لپاره ډېرې هوایې ډزې وشوي.
بسم الله د یوې دولس نفرې کورنۍ د روزۍ وسیله وه د هغه د نژدې کسانو په وینا هغه په دې ورځو کې د رزق د ګټلو لپاره سخت کارونه کول چې د اوسپنو پارچې به یې یو ځای ته راجمع کولي.
د وژل شوي ځوان کورنۍ دهغه کسانو د پیژندلو غوښتونکي دي چې په هوایي ډزو کې د یوې کورنۍ د رزق د وسیلې ژوند یې اخیستې دی.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع وایي،د هغه کسانو د پیژندلو هڅې پیل شوي دي چې د خوشالیو په مناسبت یې هوایي ډزې کړي دي،تر اوسه پورې ددې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د ټولو هغه خلکو له منځه چې هوایي ډزې یې ترسره کړي دي،ایا ددې قتل اصلې عامل به وپیژندل شي؟
د غیر مسؤله وسلوالو سره د وسلو موجودیت د اختر،نوې کال،ودونو او په لوبو کې د افغانستان د بریاوو په مراسمو کې د هوایي ډزو سبب ګرځي او له دې مخکې یې هم خلک قرباني شوي دي.
محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *