جمعیت اسلامي ګوند د حکومت بایللې لوبه کې بایلل په ګټلو بدل کړل

د جمعیت د رهبرې شورا غړي او د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام د ارګ له خوا د هغه د لرې کیدلو د فرمان سره مخالفت وکړ او د جمعیت ګوند پریکړې ته یې انتظار وکړ،په دې ترتیب جمعیت اسلامي ګوند د زیاتو چنو وهلو څخه وروسته بایللې لوبه کې بایلل په ګټلو واړول.
دسیاسې لوبو ګټل د ولس په خیر وي او دغه ګټه چې په سمنکان ولایت کې ترلاسه شوه جمعیت اسلامې ګوند په مطلق ډول ددې لوبې ګټونکی شو؛څرنګه چې د یوې څوکۍ د له لاسه ورکولو سره یې د ملي وحدت د حکومت څخه درې نورې څوکۍ لاسته راوړلې.
که چیرته جمعیت ګوند د سمنګان د والي د پاتي کیدو لپاره فشار وارد کړی وای بې له شکه چې د ازبک او ترکمن قومونو ترمنځ شخړه پیدا کیدله چې تر ډېرو کالونو پورې به بیا دغه درز په دواړو قومونو کې پاتې وو.
جمعیت په بلخ کې وګټله او مرکزې حکومت بایلوده چې دغه بایلودل د مرکزي حکومت لپاره ستونزمن تمام شول،مګر که چیرته یې د سمنګان په قضیه کې د زور څخه کار اخیستې وای نظام به سقوط شوی وای او په شمال کې به د جنګ سره مخامخ کیدل څرنګه چې دواړه لورې په ډېرو وسلو سمبال وو.
اوسنی نظام ړ مجاهدینو لاسته راوړنه ده ،او دا نظام پخپله مجاهدینو جوړ کړی دی په هغه وخت کې چې امریکا تکنوکراتان په قدرت کې کړي وو جلا خبره ده؛ مګر دا مجاهدین د حکومت د ختمولو غوخښتونکي نه دي بلکه غواړي چې خلکو ته د هغوې حقونه ورسول شي.
جمعیت اسلامې ددې لوبې په ترسره کولو سره ټولې خواوي چې په افغانستان کې اخته دي پوهه کړل چې حق باید واخیستل شي او څه ډول حق اخیستل کیږي په دې هم پوهه شول.
که چیرته که چیرته تیره ورځ جمعیت اسلامې د ارګ په مقابل کې راپاڅیدلای وای ارګ بایلوده او نظام هم له منځه تلو او که نظام ختم شوی وای د مجاهدینو د ۱۷ کالو لاسته راوړنې هم له منځه تللې او دا د ټول افغانستان د خلکو په ضرر تمامیدله.
جمعیت اسلامې د دې مهمې خبرې په درک کولو سره د ارګ سره د مذاکراتو په ترڅ کې غوښتنې مطرح کړي او او ارګ هم له ډیرې بې وسۍ له وجې ورسره ومنلي.
جمهوري ریاست ارګ د افغانستان په شمال کې هغسي ملاتړ نه لري لکه څرنګه چې جمعیت،وحدت او جنبش ګوندونه په یوه ائتلاف کې سره راجمع شوي دي او دغه درې ګوندونه د افغانستان په نفوسو کې ډېر نفوذ لري.
ملې وحدت یو اځني طرفدار په شمال کې جنرال دوستم وو چې د ایشچی په تور یې محکوم کړ او دا ددې سبب شوه چې دوستم ترکیې ته تبعید شي،اوس چې جنرال دوستم په ترکیه کې دی ددوه نورو ګوندونو سره یې ائتلاف کړی دی نو له همدې وجې ارګ ځان کمزوری ګڼي او جمعیت ګوند سره دې نتیجې ته ورسید چې د یوې څوکۍ په مقابل کې درې څوکۍ ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *