د بغلان ولایتي شورا: حکومت سره اړیکې پریکوو

د بغلان د ولایتي شورا ځینې غړي وایي که چیرته حکومت د سمنګان د نوي والي د معرفي کولو لپاره ددې ولایت د نظامي قوتونو څخه کار واخلي د حکومت سره به اړیکې پرې کړي او د ولسمشر ددغه اقدام پر ضد به راپورته شي.
د ولایتي شورا اتو غړو تیره شپه (۳۰-سلواغه) یو خبرې کنفرانس په لار اچولی وو دوي وویل: ولسمشر د بغلان ملکي او نظامي مقاماتو ته لارښوونه کړيده چې په دې ولایت کې میشت ځواکونه دې د نوي والي د معرفي کیدلو لپاره سمنګان ته ولیږي.
هغوې وایي:د ولسمشر ددې امر مخالفت کوو او نه پریږدو چې ددې ولایت د امنیتي ځواکونو څخه د ګاونډیو ولایتونو د خلکو د غوښتنو دپاره کار واخیستل شي.
ددې شورا مشر ډاکټر صفدر محسني وایي: که ولسمشر ددې امر لپاره چې نظامي ځواکونه سمنګان ته ولیږل شي په مونږ فشار راوړي داسي اقداماتو ته به لاس واچوو چې د حکومت د کنټرول نه به بهر وي.
د بغلان د ولایتي شورا معاون محبوب الله غفار وویل:حکومت د جمعیت اسلامي ګوند هفه دکار خلک چې په حکومت کې دنده لري د زره بین لاندې نیولي دي او د هفوې د غاړي ته کولو هڅې کوي.
هغه وایي: بغلان په بد امنیتي وضعیت کې قرار لري او په داسي شرایطو کې باید ځواکونه د خلکو د لیدلو لپاره سمنګان ته ونه لیږل شي.
ددغه کنفرانس په پریکړه لیک کې چې په څلورو مادو سره راغلی دی تاسي ویل شوي دي(- دا او دې ته ورته نورو ګډوډیو د ارامۍ لپاره باید د امنیتي ځواکونو له مداخلې ډډه وشي.
له دولتي ځواکونو څخه باید د مخالفینو د سرکوب کولو لپاره استفاده وشي نه د خلکو د شخصي غوښتنو لپاره.
مرکزي دولت باید دداسي بې ځایه تصمیم نیونې څخه چې د شخړو او جنجالونو سبب ګرځي ډډه وکړي او ملې مصالح باید په نظر کې ونیسي.
مونږ د بغلان خلک د ټولو ولایاتو سره په ځانګړي ډول ګاونډیو ولایاتو سره ښې اړیکې لرو،او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ د ولایت نظاني قوتونه زمونږ د شریفو ګاونډیو ولایاتو پر ضد وکارول شي.
که چیرته مسولین زمونږ دغه حقه غوښتنو ته رسیدګې ونه کړي نو مونږ به د ولایتي شورا او محلي شورا ګانو سره یو ځای ودریږو او د عدالت د غوښتنو لپاره به مدني حرکتونه ترسره کړو چې بیا به یې مسوولیت زمونږ پر غاړه نه وي.)
ددغه کنفرانس د جوړولو څخه دمخه مو نږ د ولایت‌ی شورا غړیو د بغلان د و الي عبدا لحی نعمتي سره هم لیدلي وو چې دغه پیغام مرکزي حکومت ته ورسوي.
د بلخ د والي عطامحمد نور څخه وروسته د سمنګان والي عبدلکریم خدام د ملې وحدت د حکومت دوهم والي دی چې د ولسمشر د فرمان څخه سرغړونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *