وسله وال طالبان د خپل لاس جوړ شوي ماین په واسطه ووژل شول

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي تیره شپه( دلوي۳۰) درې تنه وسلوال طالبان ددې ولایت د مرکز میمنې ښار د مقول په سیمه کې د خپل لاس جوړ شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم پورش خاور میانه خبرې اژانس ته وویل: د وسله والو طالبانو دغه ډله هغه مهال وژل شوي ده چې غوښتل یې چې د خپل لاس جوړ شوی ماین د فراه ښار ته انتقال کړي.
همدارنګه نوموړی وایي تیره شپه (۳۰دلوه) د پشتون کوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوي ده چې په نتیجه کې ددغه ډلې د سرګروپ بلال احمد په ګډون دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په عین حال کې ویل کیږي چې تیره شپه د میمنې ښار په مربوطاتو کې د اقتصاد پوهنځي ددوهم کال یو محصل هم د نامعلومه وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د فاریاب پولیس ددې خبر په تایدیدو سره وایي:ددې پیښې د عاملانو د پیژندلو لپاره د امنیتي او کشفي ځواکونو لخوا پلټنې پیل شوي دي.
محراب الدین ابراهیمي ـ د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *