قانوني:نه کنټرولیدونکي لاریونونه په لار کې دي

جهادي مشر محمد یونس قانوني په هغه ناسته کې چې د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د سور فوځ د وتلو په پار جوړه شوي وه وویل:که چیرته د حکومت مشران د خلکو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړې هیواد به بحراني لوري ته لاړ شي چې په هغه وخت کې به یې کنټرولول ستونزمن وي.
د ناستې په جریان کې قانوني دغه راز زیاته کړه چې خلک د حکومت له کړنو سخت ناخوښه دي چې دا به د هیواد په بیلابیلو برخو کې د اعتراضونو شاهد وي.
قانوني تاکید وکړ چې هیڅ یو کس د نظام د راپرځولو نیت نه لري؛ ځکه چې دا نظام د هغه سخت مقاومت لاسته راوړنه ده چې افغانستان یې ددوهم ځل لپاره د اشغال د غیږې خلاص کړی دی او زیاتوي چې د ولسمشر نژدې ملګري دې هغه ته غلطې مشورې نه ورکوي.
هغه خبردارې ورکړ که چیرته د حکومت مشران اوسني روانو حالاتو ته متوجه نه شي او د هفوې غوښتنو ته رسیده ګې ونه کړي د نه کنټرولیدونکو اعتراضونو شاهدان به شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *