په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څخه کوم هیواد ملاتړ کوي ؟

د یو څه وخت را په دې خوا د داعش وسله والې ډلې په افغانستان کې خپل حضور ښودلی دی او په افغانستان کې یې جنایت ترسره کړی او ځینې ځانمرګي بریدونه چې د شعیګانو په مذهبي مرکزونو ترسره شوي د دهمدې بریدونو مسولیت د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی .
خاورې میانه خبري اژانس په همدې اړه چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څخه کوم هیواد ملاتړ کوي یوه ټول پوښتنه په لاره اچولې وه چې خلکو په دغه ټول پوښتنه کې ۸۹   سلنه خلکو امریکا ته رایه ورکړې او  ۱۱  سلنه خلکو روسې ته رایه ورکړې ده . یعنې دا چې خلک وایې په افغانستان د داعش وسله والې ډلې څخه امریکا ملاتړ کوي .
په دغه ټول پوښتنه کې له ۱۳۰۰  څخه زیاتو خلکو ګډون کړی و چې د دغې نظر پوښتنې  پایلې په لاندې ډول دي .
همدا رنګه د روسې سفیر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ غرب او د افغانستان حکومت د بې نوم او نښانه الوتکو څخه د هیواد په شمال کې ورڅخه استفاده کوي په ښکاره ډول د داعش وسله والې ډلې څخه د ملاتړ په موخه ده خو مونږ ( روسې ) ته څوک دقیق او پوره معلومات نه راکوي.
که څه هم  د روسې د سفیر دغه څرګندونې د امنیتي چارواکو له خوا رد شوي دي مګر د هیواد په شمال کې د  داعش وسله والې ډلې د پام وړ  پرمختګ یو له هغو پوښتنو څخه ده چې خلک یې په تشویش کې کړې دي .
په همدی حال کی څو ورځو مخکی محمد باقری د ایران د وسلوالو فوځ ریس د یو غونډی په څنډه کی وویلی چی امریکا په سوریه او عراق کی خپل واک له لاسه ورکړی دی اوس د مختلفو لارو نه هغه افغانستان ته انتقالوی او مونږ د چاودنو ترور او نوو جنایتونو شاید یو په افغانستان کی په همدی لړ کی باقری ویلی چی امریکا یان خپل شتون لپاره په جنوب غرب آسیاء کی یوه بهانه غواړی نوکه چیرته دلته آرامی راشی نو هغوی باید دغه ساحی پریږدی او خپل فوځونه تری وباسی.
پداسی حال کی چی دایران جمهوری ریاست رهبر آیت الله خامنوای تیره هفته امریکا تورنه کړه چی داعش اورپکی چی افغانستان ته استولی دی رهبر همدا رنګه ویلی دی چه په افغانستان اخرنی وژن او بمی چاودنه د همدی نقشی یوه برخه ده او امریکا غواړی دغه منطقی خلک مشغول وساتی چه دوی د اسرایلو د ویشنی ته پام ونکړی او همدا رنګه رهبر داهم ومنه چی امریکایان په افغانستان د نا امنی اصلی لاملین دی او هغه وژنه چه د مذهب له امله په افغانستان کی د تیروشلو کالونو را پدیخوا تر سره شوی امریکا په کی په مستقیم او غیر مستقیم دخیله ده او اوس هم ددی کارونه په سرته رسولو کی لاس لری چی خپل حصور دلته و ساتی او خپل اقتصادی او سیاسی هداف مخکی یوسی
اما تر اوسه پوری هیڅ څوک هم داسی اسناد پلاس کی نلری چه کوم هیواد په افغانستان کی دداعیش ملاتړی او تقویه کوونکی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *