د پاکستان سنا مجلس او پارلمان عربستان ته د نورو ځواکونو د لیږلو سره مخالفت څرګند کړی دی

د پاکستان سنا مجلس او پارلمان عربستان ته د نظامې ځواکونو د لیږلو سره مخالفت کړی دی او دغه اقدام یې پارونکی بللی دی.
د خاور میانه خبري اژآنس د راپور له مخې د «العالم سناتور»او «فرحت الله بابر» چې د خلکو د ګوند غړي دي ویلي دي چې عربستان د ته د ځواکونو لیږل يو حساس اقدام دی او بايد په ډير دقت سره پاې ته ورسیږي.
د تحریک انصاف ګوند نماينده «شیرین مزاری» د پارلمانې ناستې په شروع کې وويل :د ملې مجلس د اعتماد د راجلبیدو پرته نظامي ځواکونه عربستان ته لیږل شوي دي او ددې موضوع پر اساس باید چپ پاتي نه شو.
په پآرلمان کې د خلکو د ګوند غړې «نفیسه شاه» په همدغه وخت وويل چې:عربستان ته د ځواکونو د لیږلو هدف څه دی او دا اقدام پاکستان ته څه ګټه لري؟ لومړی باید دا خبره روښانه شي.
د فارس د راپور له مخې د ډیلې اکسپریس د نقل په اساس،له هغې وروسته چې د عربستان سفیر د پاکستان د وسلوال فوځ د مشر قمر جاوید باجواه سره ولیدل ریاض ته د پاکستاني ځواکونو د لیږلو موافقه هم وشوه.
جنرال باجواه په یوه ناپلان شوي سفر د مخکنۍ اطلاع له ورکولو پرته عربستان ته ولاړ او د پاکستاني سرتيرو د لیږلو اوضاع یې په دغه هیواد کې پلان کړه.
د پاکستان د سنا مجلس مشر «رضا رباني»په همدغه جریان کې له ځنډ پرته ددغه هیواد ددفاع وزير«خرم دستګیر خان» احضار کړ تر څو عربستان ته د ځواکونو د لیږلو ځواب ویونکی واوسي.
د پاکستان د ملې مجلس ځينو غړو خبردارې ورکړی دی چې پآکستاني ځواکونه د یمن په جنګ کې د برخه اخيستو لپاره عربستان ته لیږل شوي دي نو په دې سبب پارلمان هيڅکله هم ددې مسئلې سره همغږی نه دی.
د پاکستان د پارلمان رییس «ایاز صادق» اعلان کړي دي چې خارجه وزارت ته يې لیک استولی دی چې عربستان ته د ځواکونو د لیږلو قانع کوونکي توضیحات غواړي.
د پاکستان د فوځ د عمومي همغږۍ اعلان وکړ چې حتی یو سرتیری به هم د یمن پولې ته نه داخلیږي او د پاکستان پارلمان او سنا مجلس نګراني په دې برخه کې بې اساسه ده.
د پاکستان فوځ اعلان وکړ چې ددې هیواد د امنیتی ځواکونو يوه ډله يې د د خپاره شوي ماموریت او د ځواک د روزنې لپاره سعودي عربستان ته لیږلي ده.
د پاکستان د فوځ ویاند«اصف غفور»ددې خبر په شریکولو کې تاکيد وکړ چې پاکستاني ځواکونه به هیڅکله هم د عربستان له خاوري بیرون ونه لیدل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني فوځ په خبرپاڼه کې اعلان شوي وو چې دعربستان د مسلح فوځ په روزنه او هغوې ته د مشورو ورکولو په اساس دغه هیواد ته نظامي ځواک ليږي.
د آسوشیستد پریس خبرې اژانس د راپور له مخې د پاکستان فوځ په عین حال کې تاکید وکړ چې دا ځواکونه به د سعودي فوځ سره ددغه هیواد څخه بهر په جنګونو کې برخه نه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *