حسون: که چیرته داعش دمشق ته رسیدلي وای د ( یحیا نبي) جسد به یې له قبر څخه بیرون را وستلی ؤ

بدرالدین حسون د سوریي لوي مفتي د شنبې په ورځ(۲۸،دلو) د عراقي ټولنې د تاسیس په مراسیمو کې د اسلامي وحدت دپاره زیاته کړه چې بغداد او سوریه شریک هدفونه لري.
د خاور میانه خبري اژانس د راپور په اساس چې د سوريي رسنیو څخه يې نقل کړی دی،حسون څرګنده کړيده چې د «الحشد الشعبي»فوځ او د عراق امنيتي او نظامې ځواکونو او د عراق خلکو ته به وایم چې مونږ او تاسي د تروریزم سره په مبارزه کې په يوه خط کې ولاړ ياستو او د یوه هدف دپاره به مخکې ځو.
هغه زیاته کړه:لکه څنګه چې سوریي د اسرائیل جنګيالي وټکول تاسي ته هم وعده درکوم چې په «قدس» که به هم په خپلو کې سره وګورو.
بدرالدین حسون د (مجامع تقریب مذاهب) ټولنې د جوړيډو څخه په ټوله اسلامي نړۍ کې ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل:هيله لرم چې دا ډول ټولنې د (الازهر) او مکې مکرمې په څير جوړي شي.
هغه ټول اسلامې علماء يوالي ته راوبلل او ويې ويل:لکه څنګه چې د اسلام پیغمبر (ص) ټولو انبیاوو ته يو لمونځ ادا کړ همدارنګه امید لرم چې داسي ورځ هم راورسیږي چې د اسلام علماء هم يو ځاي لمونځ سرته ورسوي.
بدرالدین حسون تاکيد وکړ چې ټول هغه مشکلات چې اسلامې نړۍ ورسره مخ ده دا ټول ددې دپاره ده چې قدس شريف زمونږ نه هیر کړي او او په خپلو ستونزو کې مشغول پاتي شو.
هغه ترورستي ډلې د اسلامي وحدت دپاره ځطرناکې وبللي او ویي ويل:که چيرته ددوې لاسونه دمشق ته ورسیږي د(یحیی نبي) جسد به د قبر څخه بیرون راوباسي او که چيرته کربلا او مدینې منوري ته ورسیږي همدغسي کارونه به ترسره کړي .
نوموړي همدارنګه د امريکا ولسمشر ډونالټرمپ ته په خطاب کې وويل:ترمپه!تاسي په خپلو پروګرامونو کې بریالي کيډاي نه شئ لکه څنګه چې د تاسي نه مخکې نور دښمنان نه دي بريالي شوي ،چې اسلامي نړۍ ماته کړئ.
د اسلامي ټولنې د جوړيډو مراسم نن ورځ(شنبې ۲۸ دلوي) په داسی حال کې ترسره شول چې ددې هیواد دشیعه او سني علماوو او همدارنګه د نوري اسلامي نړئ يو شمېر علماوو او روحانيونو او (علي اکبر ولایتي)د نړيوالې ټولنې مشاور هم په بغداد کې سره يوځاي شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *