هرات ولایت ته د صلاح الدین رباني نا څاپي سفر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د هرات ښار ته ولاړ . اټکل شوی چې په دغه سفر کې به د اسماعیل خان سره د هیواد په یو شمیر سیاسي مسایلو خبرې وکړي .
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې : په دغه سفر کې له صلاح الدین رباني سره د جمعیت ګوند یو شمیر غړي ملتیا کوي .په دغه سفر کې به د افغانستان د اوسنیو سیاسي تحولاتو په اړه خبرې وکړي .
په همدې حال کې ویل کیږي چې اټکل شوی وه چې صلاح الدین رباني د څلورو هیوادونو د د بهرنیو چارو وزیرانو د ټاپي پروژې په کنفرانس کې د ګډون په موخه د یکشنبې په ورځ هرات ولایت سفر وکړي .
مګر د هیواد د اوسني, سیاسي حالات, ته په کتو چې ستونزې دي همدې ته په نظر یوه ورځ مخکې ولاړ تر څو له امیر اسماعیل خان سره د دې ګوند د ورستیو تصمیمونو په اړه خبرې وکړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *