په بدخشان ولایت کې سل لیټره الکولي مشروبات کشف او ترلاسه شول

د بدخشان ولایت پولیس د فیض اباد ښار په مربوطاتو کې د سل لیټرو څخه د زیاتو الکولي مشروباتو د نیولو او ترلاسه کولو خبر ورکوي .
د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثناالله روحاني خاورې میانه خبري آژانس ته وویل : د نشي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت وایې تیره ورځ ( د دلوې په ۲۳ نیټه ) چې ۱۴۶ لیټره الکولي مشروبات په یوه پیکپ ډوله موټر کې په ماهرانه ډول ځای پرځای شوي و د فیض اباد ښار د بیګین سیمې څخه کشف او ترلاسه کړي دي .
د بدخشان د پولیسو د ویاند په خبره د دې قضې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي .
محراب الدین ابراهیمي – د شمالي زون خبریال .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *