په بدخشان ولایت کې د دوو بهرنیانو په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي

د امنیتي ځواکونو او سله والو طالبانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې چې تیره ورځ ( د دلوې په ۲۳ نیټه ) د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ترسره شوه د دوو بهرنیانو په ګډون د وسله والو طالبانو ۸ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي .
د ۲۰۹ شاهین قل اردو د مطبوعاتي د فتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایې : د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په پل علی مغل ، پل کیبلی او د شخول سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله طالبانو ترمنځ په نښته کې دیوه تاجکستاني په ګډون دوه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور یې د یوه بهرني په ګډون ټپیان شوي دي .
د خبر پانې له مخې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په ملنګاب سیمه کې یو عدد بیلري ماین د پامیر د دوهمې لوا ۲۰ فرقې د تطهیر د ټیم له خوا کشف او له منځه وړل شوي دي .
تیره ورځ څینو سرچینو خاورې میانه خبري اژانس ته وویل : چې وسله وال طالبانو د جرم ولسوالۍ مرکز ته د داخلیدو په موخه د دې ولسوالۍ په پل کیبلی سیمه کې په امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړل او له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې بوخت شول .
د بدخشان پولیس هم د وسله والو طالبانو دعملیاتو په شاه د تمبولو خبر ورکوي .
محراب الدین ابراهیمي – د شمالی زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *