د اسرایلو د رژیم سره د عربستان نژدې والی کولی شي چې د عربستان پاتي دیني اعتبار له منځه یوسي

د عربستان د اپوزیسیون مشر سعد الفقیه وایې ،عربستان د اسرایلو له رژیم سره د اړیکو او رتباطاتو په عادي کولو ته شیبې شماري او د پردې تر شاه د عربستان اسرایلو او امریکا ترمنځ هماهنګي کول شتون لري .
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې د عربي ( ۲۴ ) څخه په را اخیستنه سعد الفقیه زیاته کړه : د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسرایلو سره د اړیکو د عادي کولو پروسه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترتیب شوې ده او چمتوالی لري چې میلیونونه ډالره د دې نقشې په مخالفینو په فلسطین ، ریاض او تل آویو کې په مصرف ورسوي .
سعد الفقیه زیاته کړه : عادي کول په ښکاره ډول په تیزې سره ترسره شوي دي او د سعودي مسولین ، یو شمیر رسنۍ لکه العربیه او ام.بي. سي او یو شمیر مذهبي شخصیتونه د یادو اړیکو د عادي کولو په موخه ټاکل دي او ټاکل شوې چې دغه کار د مذهبي تجربو د دوو رژیمونو ترمنځ د تګ او راتګ پیل او ائتلافي سیاسي او نظامي سفرات په ښکاره ډول منجر شي .
الفقیه د عربستان د خلکود غبرګونونو په اړه د اړیکو عادي کولو د اسرایلو د رژیم په اړه وویل : د مخالفت او یا هم د سم دستي خفګان د دې تصمیم په اړه څه په اختیار کې نه لري ولې دغه تصمیم کولی شي چې د عربستان پاتې دنیي اعتبار له منځه یوسي او د نظام د تغیر د مسلحانه ډول څخه په تاوتریخوالي بدل کړي .
نوموړي د فارس د خلیج او د عربي هیوادونو ترمنځ د بحران په اړه هم وویل : ټولې نښې په دې بنا دي چې دا بحران ادامه پیدا کوي نو په همدې سبب بن سلمان او بن زاید غواړي چې ثابت کړي چې د دوې تصمیم د قطر د محاصرې په اړه صحي دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *