له ارګ سره د استاد محقق په لیدنه کې څه تیر شول!

د سه شنبې په ورځ ماښام ۶ بجې د افغانستان دخلکود یوالي د ګوند مشر او داجراییه ریاست لوموړي مرستیال د ارګ له ولسمشرۍ سره لیدنه درلوده او په دغه لیدنه کې څه تیر شو ل او استاد محقق له کوم غوښتنو سره له ارګ سره لیدنه وکړه .
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل : د استاد محقق غوښتنې ټولې هماغه د جمعیت اسلامي ګوند غوښتنې وې .
استاد محقق په دغه لیدنه کې د لوې جرګې دایریدل ، د بریښنایې تذکرو ویش هغه غوښتنې چې د جمعیت اسلامي ګوند ارګ ته وړاندې کړي دي تایید کړی دی او ویلي دي چې زمونږ غوښتنې د لوې هیواد په مسایلو کې یو دي .
همدا راز د غوښتنو په بله برخه کې یې د وزارتونو ، معینتونو ، ریاستونو او سفارتونو غوښتنه کړې ده چې له استاد سره یې وعده شوې وه او همدرا راز د شورای امنیت په ناستو کې د ګډون کولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې .
استاد محقق وروسته د هغو جنجالي خبرو چې د بیداری اسلامي کنفراس کې ترسه کړې وې د ارګ ، سنا مجلس او د یو شمیر سیاسیونونو له جدي غبرکون سره مخ شو، استاد محقق په دغه کنفرانس کې له ګډون وروسته ارګ نوموړی د امنیت شورا له غونډو څخه لرې کړی وه ، چې په دې وروستیو کې ډاکټر عبدالله عبدالله د اعتراض په ډول په دغه ناسته کې ګډون نه و کړی .
د غې سرچنې د خبرو په دوام د جهادي احزابو د کمیسون د جوړیدو په اړه هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه اټکل دی ، چې د حکومت او د دولت ترمنځ شته اختلافات او ستونزې چې اوس مهال د جمعیت اسلامي ګوند په میزیانې ترسره کیږي خبر ورکړ .
ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *