په عراق کې د داعش له ماتې وروسته امریکیان خپلې جنګي اسلحې افغانستان ته انتقالوي

پس له دې چې د اعراق لومړي وزیر د دې دولت د دې هیواد د طرحې په تدریجي توګه د امریکایې ائتلافي ځواکونو په عراق کې د کموالي خبر ورکړ . اسوشیټدپرس خبري اژانس راپور ور کړ چې د امریکې نظامي تجهزات او اسلحې له عراق څخه د خارجیدو او افغانستان ته د انتقال په حال کې دي .
د دې راپور پر بنسټ په تیره یوه اونۍ کې لسګونه امریکایې نظامي چارواکو په روزمره پروازونو کې د عراق خاوره پرایښې ده ، مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا ائتلاف د دې خبر له خپریدو څو ساعته وروسته په ضمني ډول دغه خبره دروغجنه وګڼله . له عراق څخه د امریکایې سرتیرو وتل او یا هم پاتې کیدل اوس مهال یوه تازه موضوع ده چې ډیرې رسنۍ هم پرې تمرکز کوي .بل خصوص دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نږدې راتلوونکې کې د امریکا د ائتلاف وتل له عراق څخه رد کړي دي .
په همدې حال کې د امریکا ( اسوشیټدپرس ) خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د عراق د دولت د ویاند سعد الحدیثي په نقل قول اعلان وکړ ، چې نوموړي له عراق څخه د امریکایې سرتیرو د وتلو عملیات تایید کړي دي .
همدا راز واشنګټن اعلان کړی چې امریکایې سرتیري اراده نه لري چې ډیر ژر له عراق څخه و وځي خو د امریکایې سرتیرو ماموریت په عراق کې د دې هیواد د امنیتي ځواکونو په روزنه بدلیږي .
دا په داسې حال کې ده چې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د سه شنبې په ورځ ( د لوې په ۱۷ نیټه ) د بیا ځل له پآره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې بیانې پروړاندې غبرګون وښوده او د بغداد د طرحې چې په عراق کې په راتوونکې مرحله کې په تدریجي ډول د امریکایې ائتلافي ځواکونو د شمیر د کموالي په اړه تاکید کړی دی .
د عراق لومړي وزیر او د دې هیواد ټولو امنیتي ځواکونو سر عالی د ۲۰۱۷ کال د ډسامبر د میاشتې په ۹ نیټه په دغه هیواد کې د داعش ختمیدل او د ټولو سیمو د بیرته نیولو اعلان کړی و .
په عراق کې د داعش د پای ته رسیدو د اعلان سره سم ځینو عراقي چارواکو او یو شمیر ډلو چې له جملې څخه یې عصائب اهل الحق او … په دې هیواد کې د امریکایې سرتیرو د نه شتون او د وتلو غوښتونکي شول .
د امریکایې نظامیانو د وتلو د غوښتنو په اخري حد کې د شنبې په ورځ په یوه جنګیدونکې حمله کې چې دالبغدادي په سیمه کې چې د الانبار غرب استان د ۲۰ تنو عراقیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *