د پلخمرې د بریښنا د بند د نساجې سړک د کار د بیا رغونې دپیل په اړه د قرار دادي شرکت نه حاضریدل

دا چې د د پلخمرې د بریښنا د بند د نساجې سړک د کار د بیا رغونې چارې د ابو او انرژې وزارت له لورې یوه شخصي شرکت په قراداد ورکړ شوي دي . مګر د ( پرومونتاژ ) په نوم دغه شرکت تر اوسه پورې د کار د پیل له پاره نه دی حاضر شوی .
د نساجي افغان پلخمري د شرکت رئس غلام قادر له خاورې میانه خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وویل :د دغه بریښنا د بند د جوړولو د قرارداد اسناد ۱۵ ورځې وړاندې د اوبو او انرژې وزارت له لورې دغه ریاست ته استول شوي دي او قراردادي شرکت هم پیژندل شوی دی ، له دې ټولو سره بیاهم قراردادي شرکت د کار د پیل له پاره نه دی حاضر شوی .
د نساجي افغان پلخمري شرکت رئس وایې : په اوس وخت کې دا چې د اوبو سطحه ټیټه ده د دغه بريښنا د بند د ترمیم له پاره مناسب وخت دی خو په ځنډیدو د پسرلي په راتلو او د اوبو د سطحې د لوړیدو او در اتلوونکي کال د ژمي تر راتلو شاید کار ترسره نه شي .
نوموړي د اوبو او انرژې له وزارت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې قراردادي شرکت بغلان ته واستوئ .
د پلخمري د نساجي افغان د بريښنا بند چې اوس مهال د ۱.۵ میګاواټه بریښنا د تولید قابلیت لري ، ۸۰ کاله وړاندې د المان هیواد له لورې جوړ شوی دی ، د دې ریاست د مسولوینو پر وینا د د غه بند ځینې برخې تخریب ، تخنیکي وسایل یې له منځه تللي او یا هم استهلاک شوي دي.
د بغلان ولایت د پلخمرې د ښار اوسیدونکی محمد مومن چې د دغه نساجي بند څخه استفاده کوي وایې : دولت باید د داخلي تولیداتو د مرکزونو په فعال ساتلو کې له هر څه نه دې برخې ته زیاته پاملرنه وکړئ
د پلخمرې یو بل تنه اوسیدونکی اجمل هم په دې باور دی که چیرته حکومت د پلخمرې د ښار د بریښنا د بندونو ترمییم او فعال ساتلو ته پاملرنه وکړي ، د خلکو اړتیا چې وارداتي بریښنا ته یې لري پوره به شي .
د پلخمري د نساجی افغان ریاست د مسولینو پروینا چې دغه د بریښنا بند د ابو د راتاوولو له پاره هم کار کوي ، همدارز له دې څخه سل زره هکتاره ځمکه هم خړوبیږي .

محراب الدین براهیمی- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *