د هغې ښځې سختۍ چې درې وارې خرڅه شوې

دغه کیسه هغه وخت پیل شوه ، چې په شل کلنۍ کې په زوره واده ته کولوته مجبوره شوه ،دغه واده شل کاله له ډیرو ناخوالو ، دردونو او کړاونو وروسته په جدایې بدل شو.
دغه ښځه چې اصلا د هرات ولایت اوسیدونکې ده د ورور د کور څخه تر وتلو ورسته د ژوند د ارام تیرولو په موخه یې تخار ولایت ته د خپلې لور کورته سفر وکړ، مګر د هغې بخت د هغې راتلوونکی په تورو تیارو او بدبخیتو کې راګیر کړ او ځان یې نورو لویو بدبختیو سره مخ کړ .
نوموړۍ چې وایې : چې یو څه وخت یې د زوم په کور کې د تالقان په ښار کې تیر کړ ، خو د دې برخیلک دا له دې کوره وویستله او د رحیم الله په نوم د یوه شخص په دام کې راګیره شوه ، چې نوموړۍ ته د سرپناه د ځای د روکولو په مقابل کې څو وارې جنسي تاوتریخوالي غوښتنه ورڅخه هم شوې وه .
شاهده ( مستعار نوم ) وایې رحیم الله له دوو تنو سره په همکارې نوموړۍ د دوو کالو په موده کې درې واورې د لس زره افغانیو په مقابل کې او سل زره افغانیو په بدل کې خرڅه کړې ده .
شاهده وایې : د ددو خاوندانو څخه چې د رحیم الله له لورې پرې خرڅه شوې وه وتختیدم او دریم خاوند چې د دې له تیرو ترخو او سختو کړنو چې دې تیرې کړې وې ، دوه اونۍ ورورسته یې د تخار امنیه قومندانۍ ته یې تسلیم کړه .
د تخار ولایت د ښځو چارو ریاست مسولین وایې :چې د نوموړۍ قضیه اوس مهال په عدلي او قضایې ادارو کې تر څیړنې او کار لاندې ده .
همدارنګه د لاسته راغلو معلوماتو له مخې د تخار د ملي امنیت ریاست تر دې مهال د رحیم الله دوه تنه ملګري د امیرخان او مهران په نومونو نیولي ډي .

محراب الدین ابراهیمي د شمال زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *