په سوریه د ترکې د حملې په اړه د امنیت شورا بې پایلې ناسته

د ملل متحد ټولنې د امنیت شورا ناسته ، چې د ترکې د نظامي عملیاتو د پلټنۍ په اړه په سوریه کې جوړه شوې وه پرته له کومې پایلې پای ته ورسیده .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې ، دغه ناسته ، چې د فرانسې په غوښتنه عفرین ، ادلب ، د دمشق شرقۍ غوطه سیمو د وضعیت له پاره جوړه شوې وه ، د ترکې له لورې د دې عملیاتو د محکومیت او یا د عملیاتو د پای ته رسیدو په موخه کومه غوښتنه خپره نه شوه .
د فرانسې سفیر ( فرانسوا دولاتر ) د امنیت شورا په ناسته کې د د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر ( ژان ایو لودریان ) څرګندونې چې د ترکې چارواکو د یکشنبې په ورځ د غم رازې په موخه رابللی و تکرار کړې .
نوموړي زیاته کړه لومړیتوب او یوځای کار کول د داعش پر وړاندې جنګ کول دي او یوازې د عفرین سیمه په سوریه د بحران یواځینی عنصردی .
د خبري سرچینو د اعلان پر بنا په ملل متحد ټولنه کې د امریکا استازې ( نیکي هیلي ) په دې ناسته کې ګډون نه درلود .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *