حنا رباني : په افغانستان کې د امریکا شتون په سیمه کې نفاق رامنځ ته کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې دا منلې ، چې په افغانستان کې د امریکا شتون یوازې په سیمه کې د نفاق د راپیدا کیدو او همدارنګه د ایران ، روسې او چین څارنه ده .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې : حنا رباني د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې له سی ان ان ، سره په خبرو کې وویل : په افغانستان کې د امریکا شتون یوازې په سیمه کې د نفاق او د ایران ، روسې او د چین هیوادونو څخه څارنه ده .

نوموړۍ همدارنګه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټ چې د پاکستان په اړه یې په کې څرګندونې کړې وې وویل که چیرته تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وایې دا ټویټ مې عادي ګڼه او له دې ټویټ څخه ، دغه ټویټ کوونکي ته حیرانه پاتې کیدم .
رباني وړاندې وایې ، چې د پاکستان په کابینه د ۵ کلونو په موده کې چې د بهرنیو چارو وزارت مې په غاړه درلود، اعلان کوم چې د پاکستان څخه د امریکا مالي ملاتړ په تړاو د امریکا څرګندونې مبالغه نه ده .
نوموړۍ زیاته کړه ، چې پاکستان او د پاکستان پوځیان د امریکا په مرستو تکیه لري ، چې دغه مرستې یوازې او یوازې د واشنګټن له خوا ترسره کیږي .
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا د پاکستان سره د ۳۳ میلیارده ډالرو دعوه لري ، په داسې حال کې ،چې واشنګټن یوازې ۸ . ۴ میلیارده ډالره په نظامي او امنیتي برخه کې او ۳ . ۵ میلیارده ډالره له پاکستان سره د حکومتوالۍ په برخ کې مرسته کړې ده .
رباني په پای کې د چین او پاکستان د اړیکو په تړاو وویل ، چې چین له نن او یا هم ۵ کاله وړاندې نه ، بلکې له ۴ لسیزو راهیسې له پاکستان سره استراتژیک او متحد هیواد دی او کیدای شي بتوان پکن یې په سیمه کې د سلام اباد یوازینی استراتیژیک او متحد په ګوته کړ .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *