ترکې د طالبانو لپاره ددوې په هیواد کی ددفتر د خلاصولو امر کړی

د ترکې دولت دطالبانو په هغې ناسته کی چې د افغانستان د عالي شورا غړو هم ګډون درلود وړاندیز کړی ، جې طالبان باید په آنکارا کی سیاسی دفتر خلاص کړي .
د خاوری میانه خبري اژانس راپور له مخې ځیڼې راپورونه شتون لري ، چې دغه ناسته د شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره په استانبول ښار کی جوړه شویده ، چې دغه ناسته به درې ورځې په بر کې ونیسي .
د دغې ناستې د ځینو د سرچینو په پروینا په دغه ناسته کې دافغانستان د سولې د عالي شورا ، د حزب اسلامی او د وسله والو طالبانو استازي برخه لري .
د ناتیید شو راپورونو له مخې ترکې هیواد وسله والو طالبانو ته په دې هیواد کې د سیاسي د فتر د پرانیستل کیدو وړاندیز کړی دی .
د دې غونډې ‌یوه غړي پدی ناسته کې وویلي ، چی د سولې د عالي شورا ریس ( د کریم خلیلي) استازي ډاکټر عباس بصیر ،د حزب اسلامي له اړخه ( حاجی دوا جان احمدزی )او (همایون جریر) او په قطر کې د طالبانو د دفتر استازی رحمت الله وردګ ، د( ملارسول ) له ډلې ( ملا روف ) او ( عبدالحلیم ) په دغه ناسته کې ګډون لري .
په همدې حال کې د سولې په عالي شورا کې یویې سرچینې د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه کې دغه ناسته تایید کړې مګر په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *