د حکومت هڅې د استاد عطا د لرې کولو په موخه د جنرال دوستم د ملاتړ ترلاسه کولو په تړاو

جنرال دوستم د احمد ایشچي له قضې وروسته ترکې هیواد ته جلا وطنۍ ته اړ شو، له څو ځلو هڅو وروسته تر څو هیواد ته راستون او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه و اوسې خو بریالی نه شو . تر دې حده هغې چورلکۍ ته چې جنرال دوستم په کې وه د ځینو د اخلي او یاهم د بهرنیو کړیو له لورې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه . چې د غې چارې د جنرال دوستم حیثیت ته زیان ورسوه .
جنرال دوستم د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د تحول او تداوم د ټیم غړی و او د ولسمشر لومړی مرستیال شو . نوموړي له ځان سره دا هوډ درلود ترڅو د هیواد شمالي برخې امن شي . څو ځلې د هغو سیمو چې د سله والو طالبانو تر کنټرول لاندې وې د بیرته نیولو په موخه د امنیتي ځواکونو پرمټ چاڼیز عملیات ترسره کړل . او دغه کار د هغو سترو هیوادونو چې د افغانستان په قضیه کې د خیل دي د دوې د ستراتیژیو د عملي کیدو د مخنیوي سبب شو . په همدې سره یې د لومړي مرستیال د ترور کولو زمینه یې برابره کړه .
پس له دې چې جنرال دوستم له دغه طرحه شوي کمین څخه بچ شو ، نو د دې دوسې ترشاه د شته لاسونو او پټو رازونو د پیداکیدو په هڅه کې شو . دغه طرح شوی کمین د جنرال دوستم د څو تنو ساتونکو د وژل کیدو سبب شو ، چې خپله هم ټپي شو . کومه چې دا یوه هڅه وه د دې له پاره په لاره اچول شوې وه ترڅو د نړۍ ستر ستراتیژيک ځواکمن هیوادونه باید له منځه لاړ شي .
ازار شوې مرغۍ احمد ایشچي ، یو بله طرحه وه چې د جنرال دوستم مسله تر دې را ورسیده ، چې د دغۍ مرغې اواز اوچت شو چې ټولو داخلي او خارجي رسنیو توجو د غې مرغۍ ته شوه چې دا کار د دې سبب شو تر څو په جنرال دوستم د نړیوالۍ ټولنۍ فشارونه نور هم زیات شول . او جنرال دوستم یې په کور کیناوه ، څه موده ورورسته جنرال دوستم غوښتل ترڅو خپل کاري دفتر ته ولاړ شي ، د نظامیانو له قهرجن مخالفت سره مخ شو . نوموړی په همدې کشمکشونو کې د خپل خان د درملنۍ او د کورنیو د غړو د لیدو په موخه ترکې هیواد ته ولاړ او بیرته راستون نه شو .
د ۸ میاشتو په اوږدو کې مختلفو اړخونو له جنرال دوستم سره له لیدنې ترسره کړي ، چې د دې ځینو لیدنې د دې سبب شوې چې د افغانستان ژغورنې ايتلاف رامنځ ته کړي ، ویل کیږي چې حکومت څو څو ځله غوښتې ترڅو جنرال دوستم همداسې د تمې په حال کې پریږدي او د خپلو وړاندیزونو بنډولونه یې جنرال دوستم ته وړاندې کړل مګر د جنرال دوستم له اړخه رد او مخالفت یې ترې وکړ .
اوس مهال د استاد عطا محمد نور د لرې کولو په تړاو چې استاد عطا د ارګ د فرمان په مقابل کې ولاړ دی ویل کیږي ، چې دواړه خواوې له جنرال دوستم سره خبرو اترو ته ناست دي .او د جنرال دوستم د ملاتړ غوښتونکي دي .
ځیڼې سیاسي شننونکي وایې که چیرته د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې جنرال دوستم نه وی تو د تحول او تداوم ټیم به نه و بریالی شوی ، اوس هم که چیرته ارګ له ځان سره د جنرال دوستم ملاتړ ونه لري نو لرې نه ده چې خپل فرمان د هیواد په شمال کې پلی نشي کړای .
د څو دورو حکومتونو چې د جنرال دوستم پروړاندې سیاستونه غوره کړي دي ، که چیرته اوس جنرال دوستم یو ځل بیا له ددولت سره یو ځای شي پایله به یې څه وي ؟
که چیرته جنرال دوست سیاست زده کړی وي ، د ارګ په ملاتړ افغانستان ته راشي او ورسته خپل مسیر ته بدلون ورکړي او په شمال کې د شمال له جبهې سره یوځای شي افغانستان به کوم خواته ولاړ شي ؟
ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *