حضرت ایت الله العظمي محسنی یو ځل بیا د افغانستان له پاره ویاړ ترلاسه کړ

حضرت ایت الله العظمي محسنی( دام ظله العالی ) د افغانستان د شیع علماو د شورا ریس او د هیواد یو له جیدو دیني علماو یو ځل بیا افغانستان ته ویاړ وبښه او نړیوالو سترو تحقیقاتي مرکزونو حضرت ایت الله العظمي محسنی په علمي جایزو و ویاړه او قدرداني یې ورته وکړه .
حضرت ایت الله العظمي محسنی ( دام ظله العالی ) د غوره څیړونکې په توګه دفارابی په نهمه دوره نړیواله جایزه کې د انساني او اسلامي تحقیقاتو په ترڅ کې په ایران کې وپیژندل شو .
همدارنګه نوموړي ته درې مډاله د یونسکو ( UNESCO ) ، آیسسکو ( ISESCO ) او د ایران اسلامي جمهوري دولت له خوا ډالۍ شول .


فارابي یو نړیوال جشن دی چې هر کال په ځانګړې توګه د انساني او اسلامي علومو په برخه کې ترسره کیږي .
د یونسکو سازمان یا ټولنه د زده کړې ، علمي ، کلتوري د ملل متحد د ټولنې یو له هغو خصوصي ټولنو څخه ده چې په ۱۹۴۵ کال کې ایجاد شوې او د دې ټولنې موخه په نړۍ کې سولې او امنیت په راوستولو کې مرسته د نړیوالو په همکارې د زده کړې ، علمي ، کلتوري او تربیتي برخې یې موخې دي . په ۱۹۵ هیوادنه د یونسکو غړیتوب لري ، مرکز یې په پاریس کې دی او په هر هیواد کې سیمه ایز دفترونه لري .
ایسسکو یا اسلامی ، زده کړې ، علمي او فرهنګي ټولنه، یوه علمي ، فرهنګي او د زده کړې د اسلامي کنفرانس ټولنې پورې تړلې ټولنه ده ، چې په ۱۹۷۹ کال کې تاسیس شوې ده ، مرکز یې د مراکش په رباط ښار کې دی ، ۵۷ اسلامي هیوادونه د ایران په شمول یې غړیتوب لري .
د اسلام پیژندنې په برخه کې د کال د غوره څیړونکي مقام د دغو دریو نړیوالو ټولنو له خوا د افغانستان په اکاډمیکه برخه کې لویه لاسته راوړنه ده . او آیت الله محسنی یوازینی افغان څیړونکی دی چې دغه بهترینه جایزه یې خپله کړې ده .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *