جنرال دوستم د اشرف غني د استعفا غوښتونکی شو

د ځینو نا تیید شو راپورونو له مخې چې د ولسمشر لومړي مرستیال دارګ له خوا ترکې هیواد ته استول شوي څو کسیز پلاوي ته ویلي اشرف غني باید له ولسمشرۍ څخه استعفاع وکړي . د خاوری میانه خبري اژانس د راپور له مخې افغانیوز څخه په نقل ځینو سرچنو اعلان کړی، ارګ د ولسمشر لومړي مرستیال او د ( جنبش اسلامي ) ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم سره د خبرو اترو له پاره یو هیت ترکې ته استولی دی .

د نا تایید شو راپورونو له مخې جنرال دوستم په دغه لیدنه کې روښانه کړې چې غني نه شوې کولای چې د دوې شوی افغانستان ژغورڼې ایتلاف له منځه یوسي نوموړي غوښتي چې ارګ دې د واکونو انحصار ته د پای ټکی کیږدي .

دوستم چې له تیرو ۸ میاشتو راهیسې په ترکیه کې اوسیږي نوموړي د دولت د ساتلو او په کابل کې د روانو مرګونو او د روان بحران د پای ته رسولو له پاره دوه لارې لومړی د غني استعفا او دوهم د لویې جرګې راغوښتل دي .

دا په داسې حال کې ده ، چې د ملي وحدت حکومت او د اپوزیسیون غړو څو څو ځلې له جنرال دوستم سره لیدنې کړې او ویل کیږي ، چې دولت څو ځله غوښتي ترڅو جنرال دوستم په تمه کړي مګر دې هڅو کومه پایله ور نه کړه .

له بلې خوا د استاد عطامحمد نور د ګوښه کولو په موضوع کې په ښکاره ډول د جمعیت اسلامي ګوند او د جمهوري ریاست ترمنځ د جنرال دوستم د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه مشورو هم زیاتوالی موندلی دی .

دوستم د احمد ایشچي د زورولو او ربړولو له تور وروسته ویل کیږي ، چې ترکې هیواد ولاړ او بیرته افغانستان ته په راستنیدو کې یې څو ځلې هڅې بریالۍ نه شوې .

مخکې له دې هغې چورلکۍ ته چې دوستم په کې و د ځینو دا خلي او بهرنیو جریاناتو او کړیو له خوا ورته د حامدکرزی هوایې ډګر کې د ناستې اجازه ورنکړل شوه ، نو بیرته ترکې هیواد ستون شو .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *