ډاکټری لارښونې دهوا دککړتیا داثراتود کمښت لپاره

د هوا ککړتیا په دې وروستیو ورځو کې د کابل ښار اوسیدونکو له پاره په دې ورورستیو ورځو کې په جدي ستونزې بدله شوې ده. د غه ککړه هوا د زیاتو تنفسي ناروغیو د رامنځ ته کیدو سبب شوی دی.

په همدې اړه ډاکټر خوشحال نبي زاده د چاپیریال ساتنې د ادارې د پلان او پالسۍ د ریس کاظم همایون سره د همکارې په تړاو طبي لارښوونې لیکلی دي، ترڅو د کابل ښار اوسیدونکي او دهغو ښارونو اوسیدونکي چې هوا په کې ککړه ده، ورڅخه استفاده وکړي.

۱ کور ته له رسیدو سره سم ستونی ، پزه او سترګۍ په تړمو اوبو پاک کړو.
۲ له غوړو خوراکونو څخه کمه استفاده، د ککړتیاو او خصوصا په ککړه هوا کې د یو ځای شو درندو فلزاتو کچه کمه کړي.
۳ له مایعاتو، سبزیجاتو او میوه جاتو استعمال د بدن مقاومت د ککړتیا په مقابل کې زیاتوي.
۴ حساس خلک ( هغه هیواد وال چې د ساه تنګۍ او دزړه تکلیف ولري او امیدوارۍ میرمنۍ) دې کوشش وکړي چې د سهار له ۹بجو مخکې او د مازیګر له ۴ بجو ورورسته له خپلو کورونو څخه بهر ونه وځي.
۵ په کورونو کې داخل وړې او کوچنۍ زرې وژونکې دی د هغو په نسبت چې د کورونو دباندې وجود لري، نو کوشش دې وشي ، چې تر څو اوبه د بخارې له پاسه په دوامدره توګه جوش کړو ترڅو هغه ککړ زرات ځمکې ته راښکته نه شي.
۶ له کورڅخه د وتلو پرمهال د ماسک اچول له یاده مه باسې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *