د امریکا هڅه د سوریې په تجزیه کې

د سعودي عربسان یوۍ رسنۍ لیکلي دي امریکا تصمیم لري تر څو ډیر ژر ( اقلیم شرق فرات ) چې د سوریې د موکراتو امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده ، په ډیپلماتیکه توګه په رسیمت وپیژني .
د خاوری میانه خبري اژانس د راپور له مخې : د الشرق الاوسط څخه په نقل واشنګټن هڅه کوي د سوریې د فرات د سیند په سیمو کې جدي اقدامات چې د سوريې د دموکراتو امنیټي ځواکونو تر ولکۍ لاندې ده ، او ۲۸ زره کیلو متره ( د لبنان درې برابره ) پراخوالی لري مشخصه او تصویب او دغه سیمه له ډیپلماتیکو لارو په رسمیت وپیژني .
د غرب یو لوړپوړي چارواکي الشرق الاوسط ته ویلي : د امریکا دولت په پام کې لري د سوریې په اړه نوې تګلاره غووره کړي او د امریکا د د غو کړنو لومړنۍ نښه د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس په خبرو کې روښانه شوه نوموړي تایید کړه ، چې امریکا خپل ډیپلماټان هغه سیمې ته استوئ چې د سوریې د موکراتو امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده تر څو له نظامیانو سره په خواکې فعالیتونه ترسره کړي .
د سعودی ورځپاڼه زیاتوي : همدارنګه واشنګټن د شرق فرات د سیمې په ډیپلماتکه توګه په رسمیت پژندنې برخه کې په دې هڅه کې دی د داعش له نابودې وروسته محلې شوراګانې تقویه کړئ ، بیارغونې خدماتو په وړاندې کولو په یاده سیمې حاکیمیت ، د دولتي دستګاو او فعالیتونو په اړه خلکو ته زده کړې او د دې سیمې د امنتي پوستو ساتنه او کومک ته مخه کړې ده .
دا په داسې حال کې ده ، چې د سوریې دولت خپل غبرګون د سوریې د موکراتیک امنتي ځواکونو پروړاندې سخت کړي او هغوې یې خایین بللې دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *