په جوزجان کې د حنفي مذهب مخالفت د داعشیانو کار دی

د رزاب او قوش تپه ولسووالیو محلي مسولین وایې ، د اعشیانو د حنیفي مذهب مخالفت په خپله اجنډا کې شامل کړی دی او د دې ولسوالیو اوسیدونکي یې د دې مذهب پر بنیاد د دیني فرایضو له ادا کولو منع کړیدي .
د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایې : دغې ډلې په دې ولسوالیو کې له ځای په ځای کیدو راهیسې هڅه او کوشش کوي چې سلفي مذهب په هغو خلکو ومني چې اوس مهال حنیفي مذهبي دي .
د رزاب ولسوالۍ امنیه قومندان اسماعیل خان د خاوری میانه خبري اژانس له خبریال سره د خبرو پرمهال وویل : داعش وسله والو په دې وروستیو کې له خلکو غوښتي چې لمونځ او نور مذهبي مراسم چې مخکې یې د حنیفي مذهب پر بنا ترسره کول بند کړي او دوې د سلفي مذهب په خپریدو بوخت دي .
همدارنګه د قوش تپې ولسوالۍ ولسوال امین الله امین خاوری میانه خبري اژانس ته داسې وایې : داعشیان د دې ولسوالۍ په مسجدونو کې د سلفي مذهب د طریقو په اړه خلکو ته تدریس کوي او هغوې دې ته اړ باسي چې له حنیفي مذهب څخه لرې پاتې شي .
د جوزجان د ولایتي شورا ریس بابر ایشچي هم داخبره تاییدوي ، چې له څه مودې را په دې خوا د داعش ډلې په خلکو دیني فرایضو ترسره کول او نور مذهبي مراسم د حنیفي مذهب پر بنا تحمیل کړی دي .
د جوزجان د ولایتي شورا ریس زیاتوي : مفتي نعمت الله چې خپل ځان د داعش د قوندانانو څخه شمیري چې پخوا د وسله والو طالبانو په ډله کې وه ، له کلونو راهیسې د حنیفي مذهب د پراخیدو په هڅه کې دی . مفتي نعمت الله څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو ته تسلیم ،چې له دې وروسته دوباره د داعش وسله والۍ ډلې سره ملګری شو .
په ورته وخت کې د غې وسله والۍ ډلې قوش تپه ا و درزاب ولسوالیو کې د فاتحې او خیرات د مراسمو ترسره کیدل منع کړي دي . او ګواښ یې کړی دی هغه څوک ، چې د دوې له امر څخه سر غړونه وکړي سخت مجازات به شي .
د معلوماتو له مخې د داعشیانو له خوا د ماسپښین او مازیګر په لمونځونو کې هم تغیرات رامنځ ته شوي دي او د دوې تر کنټرول لاندې سمیو کې د حنیفي هذهب خلاف د دغو دوو وختونو لمونځونه مخکې له ټاکل شوو وختونو څخه ترسره کیږي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *