د کورنیو چارو وزارت د هودخیلو په پاکولو کې به بریالی شي ؟

هودخیل یوه سیمه ده، کلونو کیږي چې مرکزي حکومت په دغه سیمه باندې حاکیمیت نه لري او یا هم نه غواړي چې ویې لري . همدا وجه ده چې دغه سیمه ده د تروریستانو ، قاچاقبرانو او نورو ورانکارو له پاره په پتنځای بدله شوې ده ، داسې ویل کیږي ، چې د دغې سیمې زیاتو کورنیو تر اوسه هم د برق بیلونه نه دي تحویل کړي او نه یې هم تحویلوي .
د چهار شنبې په ورځ د کابل پولیسو په یوه اقدام کې هغه هټۍ چې نشي توکي په کې خرڅیدل وتړلۍ ، او یوه اندازه نشي توکي او الکولي مشروبات یې ترلاسه کړل .
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال نصرت رحیمي پروینا : د کابل د بنایې د سیمي څخه د ۱۲۰ لیتره الکول او یوه اندازه نشي توکي ترلاسه شوي دي . له همدې یوه ورځ وروسته د کابل پولیسو په مقابل کې د دې سیمې شراب پلورونکو او همکارانو له لورې لاریون په لاره واچول شو ، چې دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت . په همدې تاوتریخوالي کې یوې رنجر ته اور واچول شوو ، په همدې حال کې دواړو خواو وسله را واخیسته ، د شراب پلورنکو او همکارانو له خوا په پولیسو ډزې وشوې ، چې په پایله کې د د غه لاریون مشر حسین او یو بل تنه چې په ډیرو جرمونو اخته دی ټپیان شول .
د پنجشنبې د شپې په ۴۵ : ۸ بجو پس له دې چې لاریون یوه اندازه ارامه شو ، یوه ځانمرګي چې خپل ځان یې د لاریون کوونکو استازی وپیژنده ، نوموړی چې سنګه د پولیسو او منسوبینو منځ ته ورسید نو خپل ځان او چاودیدونکو ته یې چاودنه ورکړه ، چې په همدې سره یې ګڼ شمیر امنیتي چارواکي و وژل او ټپیان کړل .
مسله دلته ده ، چې په دومره کم وخت کې ځانمرګی برید کوونکی نه شي کولی چې له سرحد څخه را واوړي ، نو پرته له شکه چا د ځانمرګي برید ګر له پاره واسکټ او چاودیدونکي توکي د چاودنې سیمې ته نژدې چې هغه ترې په چاودنه کې استفاده وکړي راوړل .
همدغه اندیښنه د کورنیو چارو وزارت هم له ځان سره لري ، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایې : چې دا پوښتنه له مونږ سره هم ده چې دغه ځانمرګي بریدګر په دومره کم وخت کې سنګه خپل ځان دې سیمې ته را ورساوه .
بله پوښتنه داده چې کلونه کیږي ، د بنایې د سیمې شراب پلورونکي په دې سیمه کې خپل کار او بار کوي او امنتي چار واکي د لته د نشي توکو په خرڅلاو خبر هم دي ، نو ولې د دوې په مخنیوي کې یې کوم اقدام ونه کړ تر څو چې دوې د امنیتي ځواکونو پروړاندې اقدام ترسره کړ . سنګه یې وکولای شول چې د کابل پولیسو سره په دې ډول مقابله وکړي څوک د دوې تر شاه ولاړ دي ؟
په افغانستان کې د ځینو ټولنیزو شبکو کارونکي په دې باور دي ، چې د ولسي جرګې دوه تنه وکیلان په دې قضیه کې لاس لري او دغه خبرې د کورنیو چارو وزات هم تاییدوي چې د دې قضې ترشاه ځیڼې زور واکي لاس لري ولې د وکیلان شتون ردوي .
همدارنګه ویل کیږي چې د دغې سیمې په مدرسو کې د نظام خلاف د نړیوالۍ ټولنې او د افغانستان د موکراتیکي لاسته راوړنې په ازاد ډول تبلغ کیږي .
د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومندانی په حال افسوس چې له دې خلکو سره څه ډول چلند کوي ؟
ایا د کورنیو چارو وزارت به له دغې ازموینې څخه بریالی و وځي ؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *