د روسې په ټاکنو کې د پوتین لومړی مسلمان سیال لرې کړی شو

د روسې د ټاکنو مرکزي کمیسیون د روسې په ټاکنو کې د پوتنین لومړی مسلمان سیال په ټاکنو کې د ګډون کولو څخه لرې کړی شو.
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې چې له القدس العربی څخه یې رانقل کړی: د روسې د ټاکنو مرکزي کمیسیون غړو د ( اینه حمزو توفا) د روسې د داغستان میرمن او مشاوره د هغو شرایطو په تړاو، چې باید تر نوماندې ورورسته یې ولري. د نوماندې غوښتنه رد کړه.
(حمزوتوفا) د روسې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د خپلې نوماندې غوښتنه د تیر ډسمبر د میاشتې په ۲۹ نیټه د روسې په داغستان کې د ټاکنو مرکزی هیت ته وړاندې کړی وه.
نوموړۍ لومړنۍ مسلمانه میرمن وه، چې د روسې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره یې خپل ځان نوماند کړی و.
تر دې مهاله د روسې په ټاکنو کې مسلمان نوماند شتون نه درلود.
مخکې له دې د روسې د ټاکنو کمیسیون ( حمزوتوفا) د روسې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د یوې خپلواکې نوماندې په توګه اعلان کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *