ټرامپ د شمالي کوریا د ولسمشر ورستۍ څرګندونې ریشخندې وګڼلې
ټرامپ په نوي میلادې کال د خپل ټویټرپه پیغامونو کې ، د شمالي کوریا د ولسمشر څرکندونې ریشخندي او له خندا ډکې یادې کړې .
د خارومیانه خبري اژانس د خبر له مخې : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپلو نوو ټویټري پیغامونو کې د شمالي کوریا د ولسمشر ( کیم جونګ اون ) د څرګندونو په اړه د نوي کال د نمانځې په مراسمو کې کلک غبرګون وښود .
نوموړي په دغه پیغام کې د تل په څېر په توهین امیزه ( سپکاوي ) ډول ولیکل : د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په دې ورستیو کې ویلی ، چې د اټومې وسلې د کارولو توکمه همیشه د دمیز په سر پرته وې .
په داسې ولږې او قحطې وهلي هیواد کې یو تن نوموړي ته داسې و وایې چې زه هم د میز په سر د اټومې وسلې توکمه لرم چې هم دهغه له توکمې څخه قوي او ښه کار کوي .
د ویلو وړ ده ، چې د شمالي کوریا ولسمشر په خپله تلویزوني وینا کې چې د نوي کال د نماځې په مراسمو کې ترسره کوله وویل : د امریکا سراسري ځمکه د شمالي کوریا له اټومي اسلحې لاندې ده ، او د دغې اټومي اسلحې بټنه همیشه زما د میز په سر ده ، دا یو واقیعت دی نه یو ګواښ .