مسکو : د ایران په داخلي چارو کې لاس وهنه د نه منلو وړ وګڼله
د روسې د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې ورستیو رامنځ ته شوو پیښو ته په اشاره وویل په دې هیواد کې هر ډول لاس وهنه د نه منلو وړ ده .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د روسیاالیوم له قوله د روسې د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبر پاڼه کې اعلان کړی ، چې د ایران په داخلي چارو کې هر ډول لاس وهنه چې د دې هیواد د بې ثباتې او د خپل منځیو شخړو ته زمینه برابروي د منلو وړ نه ده .
یاد وزارت زیاته کړې چې نیوکې او لاریونونه د ایران داخلي چارې دي ، وړاندې زیاتوي مونږ هیله مند یو ترڅو حالت او او ضاع د تاوتریخوالي او د وینې بهیدنې په لور ولاړ نه شي .
د ویلو وړ ده ، چې په ایران کې د اقتصادي مسایلو په اړه د مالي موسساتو له خوا راټولیدنې او ځینې کړنې پیل شوي دي .
خو بیا هم د ګډوډې اچوونکو په شتون کې دغه لړۍ تاوتریخوالي ته و ویستل شوه .
په داسې حال کې چې په ایران کې نا امنۍ پیل شوي له همدې سره جوخت د ایران اسلامي جمهوري دولت قسم خوړولو دښمنانو ، همدارنګه امریکا او د اسرایلو حکومت له تروریستانو څخه خپل ملاتړ تايد کړ.
په عین حال کې یو شمیر نور هیوادونه لکه سعودي عربستان هڅه کوي تر څو د دې هیواد حالات نور هم بحراني کړي .