د سورې کردانو یوه مشهوره داعشۍ میرمن چې د فرانسې تابعیت لرې نیولې ده

د سورې امنیتي چارواکو اعلان کړی هغه نوم وتې داعشۍ میرمن چې د فرانسې هیواد تابعیت درلودنکې ده نیولې ده.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې : د ارم نیوز په حواله د سورې کرد له داعش سره په مبارزه کې ، د دې ډلې یوه مشهوره غړۍ ۳۳ کلنه فرانسوۍ میرمن چې امیلې کونیګ نومیږې نیولې ده .

د کونیګ د مور پروینا نوموړۍ په ۲۰۱۲ کال کې سورې ته تللۍ او په انټرنیټ کې دغې ډلې ته د جلب و جذب او د تبلیغاتو په برخه کې ډیر زیات رول درلود .

د کونیګ مور وایې : یوه اونۍ وړاندې کونیګ راته د ټیلفون له لارې وویل چې نیول شوې ده ، او د سورې په شمال کې په یوه زندان کې تر پښتنو او شکنجې لاندې ده .

کونیګ په دغه ټیلفونې اړیکه کې د فرانسې له چارواکو غوښتنه کړئ تر څو د دې او د د ې د دریو ماشومانو چې سوریه کې دنیا ته راغلي فرانسې ته د بیرته تلو په اړه اقدامات وکړئ .

د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په میاشت کې ملل متحد د کونیګ نوم د خطرناکو ترویستانو په تور لیست کې شامل کړ ، یو کال وروسته امریکا هم د نوموړۍ نوم د بهرنیو تروریستانو په تورلیست کې ور زیات کړ .

کونیګ په فرانسه کې دنیا ته راغلې ، په ځوانۍ کې مسلمانه شوې ، له مسلمانیدو لږ وخت وروسته د مسلمان پالنۍ ( فرسان العزه ) ډلې سره په فرانسه کې یو ځای شوه .

او له ۲۰۱۰ کال را په دې خوا د شهر لوریان مسجد ترڅنګ یې خلک جهاد ته رابلل او خلکو ته یې د جهاد په اړه عامه پوهاوې کاوه .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *