جنرال رازق : زه د دې حکومت په لاسلیک نه یم ټاکل شوې او حکومت ما نه شي ګوښه کولی

د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق یوې سیمه ایزې راډیو ته ویلې: ( زه د حکومت په لاسلیک نه یم مقر شوی او حکومت ما له دندې نه شي ګوښه کولی )
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې : د سرچینې په احواله د کندهار امنیه قومندان دغه غبرګون په داسې حال کې ښودلی چې په دې ورستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ویل کیږي ، له استاد عطا وروسته رازق د کندهار له امنیه قومندانې ګوښه کړي.
جنرال عبدالرازق ویلي :  زه نه دغه حکومت ټاکلی یم او نه دغه حکومت ما ګوښه کولی شي ، زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به ځم  .
جنرال رازق زیاته کړې د حکومت په دې ورستیو کړنو سره د خلکو او حکومت تر منځ واټن نور هم زیات شوی دی . دی وایې  دا حکومت انتخابي حکومت نه دی ، چې خلکو ته مکتوب په لاس ورکړي . دا یو ایتلافي حکومت دی ، د حکومت روانې کړنې چې ګورم دا راته د منلو او زغم وړ نه دي.
همدارنګه جنرال رازق خبرداری ورکړ چې د حکومت وروستۍ پریکړې د هیواد په زیان دي ، د جنرال رازق د غه خبرې په داسې حال کې په رسنیو کې خپریږي ،ویل کیږي چې د بلخ د نوي والي د کار تر پیلیدو ورسته به جمهور ریس د جنرال رازق د ګوښه کیدو حکم لاسلیک کړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *