مالیزیا له اسلامي نړۍ څځه وغوښتل ترڅو له برمایي مسلمانانو سره مرسته وکړي

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې ځانگړې غونډې په پای کې چې په مالیزیا کې جوړه شوی وه، د روهینگا مسلمانانو په کړکیچ د بحث کولو لپاره یو پریکړه لیک تصویب شو او له برما نه یې وغوښتل چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان پلاوي ته هغه هیواد ته د تللو اجازه ورکړي.

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق په دې غونډه کې د تاوتریخوالي سمدستي بندیدل وغوښتل چې د هغه په وینا پرته له دې به د اسلامي دولت ډله د روهینگیا مسلمانانو په منځ کې نفوذ وکړي او هغوی به سخت دریځه او افراطي کړي.

ښاغلي رزاق وویل “دا کار باید همدا اوس ودریږي… د برما حکومت د نسل وژنې او فرقوي پاک کارۍ په اصطلاح مناقشه لري، خو هر نوم چې په هغه کښیښودل شي، روهینگیایان له دې زیاته حوصیله نه لري.”

ددې سازمان پریکړه لیک له برما څخه غوښتي چې د قانون حاکمیت پلی او په یوې دوامداره حل لارې کار وکړي، د مهاجرو امن بریته راتگ او پرته له کوم شرط سیمې ته د بشري مرستو رسولو ته زمینه برابره کړي.

وروسته له هغې چې نهه برمایي پولیس د هغه هیواد په پوله ووژل شول، برمایي پولیسو او پوځیانو په راخین کې د بلوا ضد عملیات وکړل.

د روهینگیا قبیلې او د بشري حقوقو فعالین وایي چې په دې عملیاتو کې په راخین کې په سلگونو ملکي مسلمانان وژل شوي او په ښځو او نجونو باندې جنسي تیري شوي دي او په سلگونه کسانو سره بد چلند شوی او شکنجه شوي دي. یواځې په تیرو دریو میاشتو کې د برما څخه ٦٥ زره مسلمانانو بنگله دیش ته پناه وړې ده.

د بشري حقوقو د څار ډلې تیره میاشت د ستلایت تصویرونو په استناد رپوټ ورکړی و چې په راخین کې د برمایي پوځیانو په عملیاتو کې په زرگونو کورونه سوزیدلي دي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیره عنیفه عمان وایي په خپلواکه توگه د حالاتو څیړنه به د برما له حکومت سره مرسته وکړي. ځکه د هغې په وینا د هغه هیواد حکومت د روهینگیایي مسلمانانو سره پراخ بد چلند ردوي.

له دې دمخه د مالیزیا حکومت ویلي وو چې د راخین کړکیچ له دې وروسته د برما داخلي موضوع نه ده، ځکه د مالیزیایي مقاماتو په وینا دغه وضیعت په سیمه کې د پراخ مهاجرت او بې ثباتۍ سبب شوی دی.

د مالیزیا حکومت وړاندیز کړی دی چې دې وضیعت ته د یوې حل لارې په موندلو کې میانځگړي توب ته حاضره ده.

د برما مسلمانان چې شاوخوا یو میلیون کسان دي له دې سره سره چې د څو نسلونو راهیسې په هغه هیواد کې اوسیږي د برما یا میانمار له تابعت څخه بې برخې دي. د برما بودایان چې اکثریت دي روهینگیایي مسلمانان بنگله دیشي مهاجرین گڼي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *