له پاکستان سره د فوځي تعلقاتو په اړه د امريکې د دفاع د نوي وزير نظر

د امريکې د دفاع نوي وزير وويل: امريکه به له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان هڅولو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د رسنيو د رپوټ له مخې د امريکې د دفاع نوي وزير جنرل جيمز ماټيس د دغه هېواد د سېنېټ د وسله والو ځواکونو په کمېټۍ کښې تاکيد وکړ: امريکه به هم هغه شان په سيمه کښې د واشنګټن په مهمو مسائلو کښې د ملګرتيا لپاره د پاکستان هڅولو ته دوام ورکړي او مونږ له اسلام آباده توقع لروو چې د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره لا زيات فعاليتونه ترسره کړي.

د امريکې د دفاع نوي وزير په دغه غونډه کښې د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل: د حکومت کابينه به د بهرنيو چارو د وزارت او د کانګرېس په ملګرتيا سره کوشش وکړي چې د امريکې د ملي امنيت په مسائلو او د سيمې د امنيت په ټينګولو کښې د پاکستان د ملګرتيا د حاصلولو په خاطر د دغه هېواد لپاره تشويقوونکي اقدامات وکړي.  له دې سره سره به مونږ له دغه هېواد څخه د ترهه ګرو د وېستلو او له ټولو ترهه ګرو ډلو سره د دغه هېواد د مبارزې موضوع ته خاصه پاملرنه کوو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *