له اسد سره د سعودي سفارت ټوئيټري جنګ

له اسد سره د سعودي عرب د سفارت ټوئيټري جنګ له واشنګټنه لارښونه کيږي.

د امريکې چاپ نېشن ورځپاڼې د خپلې تېرې ورځې ګڼه کښې د امريکې د مختلفو چارواکو او ادارو ترمېنځ د تاثير کولو څېړنه چې په زياتو مالي لګښتونو سره کيږي وکړه او وې ليکل: د اوږدو کلونو په دوران کښې په امريکه کښې د سعودي سفارت د دغه هېواد په عامه افکارو او سياستونو کښې د نفوذ لپاره د امريکې له مختلفو او اثر کوونکو حقوقي شرکتونو څخه ګټه پورته کړې ده.

د دغه رپوټ له مخې ګورويس اداره له هغو څخه ده چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کښې په امريکه کښې د سعودي عرب د هغه وخت سفير بندر بن سلطان ورسره د ۳.۲ ميلين ډالرو تړون لاسليک کړ چې په امريکه کښې د سعودي د محبوبيت کمښت زيات کړي.

ويل کيږي چې د سعودي سفارت د Qorvis-MSLGROUP د دغه شرکت په مرستې سره د سوريې د اپوزېشن چې د دغه هېواد ولسمشر بشار اسد مخالف دي ټوئيټري ارتباط لارښونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *