تحلیل(څیړنه): د ډونالډ ټرامپ په واکمنۍ کې د روسیې او امریکا اړیکې

تحلیل(څیړنه): د ډونالډ ټرامپ په واکمنۍ کې د روسیې او امریکا اړیکې

پدې وروستیو کې امریکایې ورځپاڼو او خپرونو په بیلا بیل ډوله د نړۍ د راتلونکو ۵ کالو په اړه چې ګویا کړکیچن او خونړي به وی څېړنې خپرولې . لدې څېړنو سره پدې برخه کې د امریکا د استخباراتي چارواکو څرګندونې هم هغه پازل دي چې ډیر ښه یو له بل سره جفت او جوړه کیږي.

کله چې د امریکا استخباراتي چارواکو په نړۍ کې راتلونکي ۵ کاله یوه خونړۍ او له جګړو څخه ډکه دوره یاده کړي روسیه باید د هغې پیغام تر لاسه کړي او یو ځل بیا د امریکا له لوري په لومه کې را ګیر نشي .

کله چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما واک ته ورسید  کرملین ماڼۍ چې د بوش له سیاستونو څخه یې زیان لیدلی وو د هغه شعار د روسی سره د اړیکو په برخه کې reset   پر مبنا په خلاصه غیږه باور وکړ .  غافل لدې چې بارک اوباما د سپیني ماڼې له لوري د روسیې د مهارلو  لپاره یوه نوې او تعریف شوې تګلارې ته اړتیا درلوده او خپل شعار یې روسانو ته وړاندې کړ.

پوتین په داسې ډول له دغه سیاست څخه هر کلي وکړ چې حتي میدویدیف چې ځانګړی او د اعتماد وړ کس یې وو په لومړي وزیرۍ پوست کې ورته اجازه ورکړه چې تر څو له امریکایانو سره جوړجاړي وکړي او د غربیانو له تګلارو سره په ورته شکمن دریځونه هم خپل کړی . میدویدیف ماموریت درلود تر څو له امریکا سره د نوي فصل په لړ کې نویو او پرمختللو تکنالوژیو ته لاس رسی پیدا کړي . د اوباما شعار دومره جذب لرونکی وو چې پوتین حتي په روسیه کې د دوی او لویځوالو ملاتړو موسساتو ته د فعالیت اجازه ورکړه خو د پوتین دغه خیال چندان عمر له ځان سره ندرلود .

اوباما یو باهوشه ولسمشر وو له یوه لوري په خپل ۸ کلن حکومت کې د ملي کړکیچ سره مخامخ وو او له  بل لوري باید د روسیې او نړۍ پر وړاندې د امریکا بنسټیزو سیاستونو ته فرصت رامنځته کړي وو. ولې دا په دې معنا نه وو  چې د روسیې پر وړاندې یې له امنیتی دوکترینو لاس اخیستي دي . روسان په ډيرې سختۍ او آرامه دغه فریب ته متوجه شول او له یوه ځنډو وروسته په هوش راغلل او ورته یې بیه ورکړه.

دې کیسې یوځل بیا په کرملین کې د ډونالډ ټرامپ د شعارونو په تړل کیدو سره پیاوړې شوه، خو پوتین په دې هیله چې ټرامپ به د پنټاګون، سیا او کنګرې پر سیاستونو غلبه وکړي، داسې یې ډګر ته را ودانګل ترڅو د امریکا له ناخوالو څخه وژغورل شي چې په دې سره به د امریکا له لومړیتونو ووځي او یا به یې نورو برخو ته وسپاري.

د پوتین لپاره د  عسل میاشتې دا خوب به ډیر لنډ عمر ولري او دا یوه امریکایي تګلاره ده، چې په دې هکله به د روسیې پر ضد د امریکا د پټو کړنلارو مخه تر یوې کچې ډب شي او د امریکا زور سیاست چې اوس مهال پر چین متمرکز دی تر ډيره زیان وویني.

 روسان چې په اوکراین کې برلاسي دي او خپله فعاله پروژه یې چې د اروپا په ختیځ کې د خپلو ملاتړو د ځواکمنولو په موخه پیل کړې، په سوریه کې ستونزې او نښتې د وړاند وینې ندي نو ځکه د سوریې دوسیه د یو شمیر ملاتړو په مرسته د ساتنې د شرایطو له مخې رامڼخ ته کړې ده. روسیه هڅه کوي ترڅو ځینې مهم هیوادونه په دې برخه کې خپل لوري ته راجذب کړي. امریکایانو ته د روسانو د زګنال استول په  دې مانا دي چې دوی نه غواړي ترڅو بد لوبغاړي ووسي. روسیې له  ترکیې سره لاس یو کړی او د سوریې مسله یې تر لاسه لاندې نیولې ده.

دا لوبه په دا شان ترڅو په حقوقي، رسانه یي او سیاسي برخو د لویدیځ فشارونو کچه را ټیټه شي او په دې سره په سیمه کې د ایران پر وړاندې د ترکیې دریدل به هم نرمښت پیدا کړي چې په دې سره به د امریکا هغه پټې اندیښنې هم د پای ټکی کیښودل شي کوم چې په سیمه کې د ایران د پرمختګ په هکله یې لري. په دې وروستیو کې دمشق ته د ایراني چارواکیو سفر هم له ځان سره روښانه ځواب لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *