له گوانتنامو څخه ١٠ نور بندیان عمان ته لیږدول کیږي

له گوانتنامو څخه ١٠ نور بندیان عمان ته لیږدول کیږي

عمان د دوشنبې په ورځ وویل د گوانتنامو د ټاپو له زندان نه یې لس تنه بندیان په خپل هیواد کې منلي چې د جمهور رئیس باراک اوباما د واکمنۍ د پای رسیدو دمخه دې هیواد ته انتقال کړای شي.

اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې کاري دورې تر پایه به د گوانتنامو زندان وتړي. هغه په دې کار پوره بریالی نه شو خو ویې کړای شول چې په دې زندان کې د بندیانو شمیر راکم کاندي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر یو اعلامیه کې چې ددې هیواد دولتي اژانس خپره کړې، ویلي دي چې دغه لس تنه بندیان یې د جمهور رئیس اوباما په غوښتنه منلي دي، خو د بندیانو نومونه یې نه دي ذکر کړي.

د عمان شاهي دولت د ٢٠١٦ کال په جنورۍ کې هم د گوانتنامو زندان لس تنه بندیان په پخپله خاوره کې منلي وو. دې هیواد همداشان د ٢٠١٥ په جون کې شپږ نور بندیان هم منلي وو. ددې ترڅنگ سعودي عربستان د جنورۍ په پنځمه څلور بندیان، او متحده عربي اماراتو د تیر کال د اگست په پنځلسمه د گوانتنامو له زندان څخه ١٥ بندیان ومنل.

اسوشیتید پرس وایي په عمان کې د ١٩٧٠ کال راهیسې سلطان قابوس بن سعید واکمن دی او دا هیواد په دې وروستیو کلونو کې د ایران او لویدیځې نړۍ ترمنځ یوه ارتباطي کړۍ وه.

څو ورځې وړاندې امریکایي چارواکو وویل چې په گوانتنامو کې د پاتې ٥٥ بندیانو له ډلې څخه د ١٩ بندیانو دوسیې څیړل شوي او کیدای شي چې باراک اوباما د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې خوشې شي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ویلي وو چې هغه نه یواځې دا چې د گوانتنامو زندان نه تړي بلکه غواړي “په نورو بدو کسانو یې ډک کړي”.

د امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان باندې د یرغل په ترڅ کې نیول شوي بندیان د لومړي ځل لپاره د ٢٠٠٢ کال د جنورۍ په ١١ دې زندان ته انتقال کړل او د ١٨ میاشتو په ترڅ کې په دې زندان کې د بندیانو شمیر ٦٨٠ تنو ته ورسید.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *