په امریکا کې د کډوالو په ملاتړ لاریون وشو
د امریکا په ٦٥ ښارونو کې د کډوالو او اقلیتونو د حقوقو په ملاتړ او د ټرمپ د دریځ پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.
په متحده ایالاتو کې دری کسان د کډوالو په اړه د طرحې په جوړولو او د قانون په تطبیقولو کې تر ټولو ډېر نقش لري: د کورني امنیت وزیر، لوی څارنوال او د بهرنیو چارو وزیر.
دغو دریو مقامونو ته نومول شویو کسانو تیره اونۍ د کانگرس په استماعیه غونډو کې د کډوالو په اړه خپل نظرونه څرگند کړل او د سناتورانو پوښتنې یې ځواب کړې خو د کډوالو په اړه د راتلونکې حکومت دریځ روبښانه نه شو.
د کډوالو په اړه د سخت دریځ سیاستوال متحده ایالاتو ته د نورو کډوالو د راتگ د مخنیوي هڅې کوي او په دې نظر دي دغه دری کسان چې ټرمپ نومولي دي، د ټرمپ د کمپاین د وخت ژمنې به عملي کړي.
ډانلډ ټرمپ د لوی څارنوال په توگه جیف سیشنز نومولی دی چې د کډوالو په اړه ډېر سخت دریځ لري.
ډانلډ ټرمپ د لوی څارنوال په توگه جیف سیشنز نومولی دی چې د کډوالو په اړه ډېر سخت دریځ لري.
ټرمپ د انتخاباتو په کمپاین کې ژمنه کړې وه چې د بې قانونه کډوالو ته د اسنادو د ورکولو پروگرام به له منځه یوسي، د مکسیکو په سرحد به دیوال ووهي، او دوه دری میلیونه هغه غیرقانوني کډوال به له امریکا وباسي چې اسناد نلري او دی وایي چې هغه مجرمین دي.
سپینې ماڼۍ ته د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ننوتلو ته یوازي څو ورځې پاتې دي او د هیواد په پنځه شپیته ښارونو کې د مهاجرینو او اقلیتونو د حقوقو په ملاتړ لارینونو پیل شوي دي.
همداسي یوه غونډه په واشنگټن کې په هغې کلیسا کې وشوه چې په دې هیواد کې د مدني حقونو په مبارزه کې اوږد تاریخ لري.
د افریقایي میتودي اسقفي په تاریخي کلیسا کې خلک راټول شوې و چې پر ټرمپ باندې فشار واچوي چې د کډوالو او اقلیتونو په اړه د خپل کمپاین د وخت له سختو دریځ څخه په شا شي.
د کډوالو ملاتړي د جمهور رئیس ټرمپ څخه غواړي چې د کډوالو له ایستلو څخه ډډه وکړي او د جمهور رئیس اوباما د دورې هغه قانون ته ادامه ورکړي چې په ماشومتوب کې دغه هیواد ته راوستل شوي دي.