د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په هکله دپاکستان ژمنه

امریکا ۲۵ کاله لنډغرۍ ته ورته ګام پورته کړی

د امریکا د دفاع وزیر په واشنګټن کی د بین المللی او ستراتیژیکو څیړنو په مرکز کی د وینا په ترځ کی د همکاری هغه روحیه یاده کړه چی د دواړو هیوادونو ترمنځ د سړې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته موجوده وه او له مسکو سره یې په اړیکو کی « د دروازې د پرانیستو پریښوده بلنه ورکړه». کارتیر وویل:« د دروازې پرانیستي پریښودل او له روسیې سره کارکول هلته، مهم دي، چیرې چی زموږ ګټې سره مطابقت لري او یا هغوی مطابقت لرونکې وګرزول شي. لکه چی ما وویل تر سړې جګړې وروسته داسې وخت موجود وو، کله چی روسیې له امریکا او نورو هیوادونو سره همکاري کوله او په بین المللی اصولوکی یې خپله ونډه اداکوله او هغوی یې نه ویجاړول… ممکن، کوم وخت به دا روحیه احیا شي». د پنتاګون مشر د بریالۍ همکاری د مثالونو په جمله کی، له هغې جملې، د ډله ایزې وژنې د وسلو د ګواښ د ګډو کمولو پروګرام (په اصطلاح د نان — لوګار پروګرام) یاد کړ چی له هغو سره سم امریکا په قسمي توګه د روسیې د ذروي وسلو د زیرمو د کمولو کار تمویلاوه. د پروګرام منقدینو ویل چی د پیسو د پام وړ برخه د امریکایي اجاره کوونکو او مشاورینو په جیبونو کی لویدلې او پوځیانو د پلټنې په ترځ کی کولی شوای محرم معلومات ترلاسه کړي. کارتیر د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د ادارې له نورو غړو سره یوځای د جنوري په ۲۰ نیټه استعفا کوي. تلونکۍ وزیر د روسیې په نسبت د خپل دوه ګړني چلند له کبله شهرت لري، کوم چی ده پخوا د « پیاوړي او انډولیز» په توګه فورمولبندي کاوه. کارتیر، له یوې خوا، د روسیې په پوځي او نورو برخو کی د روسیې د مخنیوي او له بلې خوا — په هغو برخو کی د همکاری، خبره کوله، چیرې چی دا د امریکا په ګټه وي. سیاست پوه ولادیمیر کیرییف د «Sputnik» رادیو سره په مرکه عقیده څرګنده کړه چی د کارتیر اوسنۍ اعلامیه په څرګنده د بارک اوباما د تلونکې ادارې د غړو د معمولي څرګندونه له چوکاټه وزي. ولادیمیر کیرییف وایي:« په سوریه کی له تروریزم سره په مبارزه کی د روسیې د «صفري» ونډې په هکله د هغه مخکینی اعلامیه چی په هیڅ صورت د «دروازې د پرانیستو پریښودلو» له بلنې سمون نه لري، جالبه وه. دا ډول اعلامیې د بارک اوباما د ټول کار شعار وو. د یادولو وړ ده چی دا اداره د خپلې واکمنۍ په ټولو کلونو کی غیرمتناسبه او له ژوند نه شلیدلې وه. او حتی نه شو ویلی چی دا کوم خاص ایدیولوژیکي دریځ وو. دا وګړي چی په خپله ځانګړتیا کی غرق وو، هغوی — ډیرې سترې مذهبي فرقې ته ورته وو. او دا ډیره خطرناکه ده، کله چی د نړیوال بهیر مخکښ هیواد، د داسې وګړو له خوا رهبري کیږي». د نوموړي په نظر، د دونالد ترامپ د ادارې په وړاندې د ۱۹۹۰- مو کلنو د پیل وضعې ته راګرزیدل قرار لري. سیاست پوه وویل:« موږ ولیدل چی اوباما د جورج بوش او بیل کلینتن سیاست ته دوام ورکاوه. د شوروی اتحاد تر تجزیې وروسته امریکایانو له رامنځ ته شوي امکان نه ګټه وانه خیسته، ترڅو د روسیې فدراسیون د نوي نړیوال نظم د جوړولو لپاره د امریکا انډیوال وګرزي. امریکایانو د دې ټولو ۲۵ کلونو په موده کی په هیڅ ډول دې امکان ته پاملرنه نه کوله او د سړې جګړې په شرایطو کی یې ژوند کولو ته ترجیح ورکوله. هغوی د هغو لنډه غرو په څیر عمل کاوه چی خپل سره شوي وو، کومو چی « له ماشومانو په زور چاکلیټ» اخیستل — د جګړو او شخړو اور یې بلاوه. اوس دونالد ترامپ د ۱۹۹۰- مو کلونو وضعې ته راګرزي. او په واقعیت کی، دا پرګماتیکه وضعه ده. هغه وایي چی د ډیر عادلانه نړیوال نظم د برقرارولو امکان شته او له روسیې سره د همکاری امکان موجود دی. زما په نظر، دا د دې مثال دی چی پخپله په امریکا کی د په سد راتلو وخت رارسیږي». ولادیمیر کیرییف همداشان د بارک اوباما په وروستي خبر په Twitter کی د امریکا د جمهور رییس په پاڼه کی تبصره وکړه چی د واکمنۍ د ټولو ۸ کلونو په ترځ کی يې ډیر شهرت موندلی. بارک اوباما لیکلي:« له تاسې هیله کوم — د بدلونونو په منځ ته راوستلو کی زما په استعداد نه، بلکی، ستاسی په استعداد، باور وکړی». سیاست پوه په پای کی وویل:« دا معینه ځان خوښوونه ده: هغه باور لري چی تاریځ یې جوړاوه او د هغه عمده اتل شمیرل کیده. زه فکر کوم چی اوباما له سیاست نه وتلو ته تیار نه دی. هغه به وروسته هم په دې برخه کی د متقابل فعالیت هڅه وکړي. هغه د امریکا د غیرعلني قواعدو برخلاف، پر ټاکل شوي جمهور رییس دونالد ترامپ خپل دریځ ورتاپه. روښانه ده چی اوباما به ګوښه نه شي او همداشان «جنجال جوړونکۍ» به پاته شي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *