د اویا هیوادونو استازي د فلسطین او اسرایلو پرموضوع خبرې کوي

د اویا هیوادونو استازي د فلسطین او اسرایلو پرموضوع خبرې کوي

د ۷۰ څخه زیات هیوادونو استاځي به د پاریس په غونډه کې برخه واخلي او د ختیځ بیت المقدس په ګډون د فلسطین په خاوره کې به د اسرایلو د کورونو د جوړولو د اقدماتو سره خپل مخالفت څرګند کړي. په دې کنفرانس کې به د اسرایلو او فلسطینیانو استاځي برخه وانخلي. د فرانسې د باندنیو چارو وزیر جان مارک اریولت د فلسطین او اسرایلو د مشرانو څخه وغوښتل چې د مزاکراتو میز ته حاضر شي چې په مینځني ختیځ کې د شخړې د حل دپاره د دوو هیوادونو رامنځ ته کیدلو ته کار وشي ځکه همدغه یواځنی حل لاره ده چې په لړ کې به یې په مینځني ختیځ کې سوله راسي. هغه داسې وویل ،،دواړه ډلې ډیر توپیر سره لري او په اړیکو کې یې هم ډیره بې اعتیباري موجوده ده چې دا یو ډیر خطرناکه حالت رامنځ ته کوي. که تشدد رامنځ ته سو نو ټول به د خطر سره مخ سي. زمونږ تولو مسولیت دا دی چې اسرایلیان او فلسطینیان بیا د مزاکراتو میز ته حاضر کړو.،،

ښاغلي اریولت د ولسمشر ټرمپ حکومت ته په یوه قوي پیغام کې وویل چې د فلسطین د حکومت رامنځ ته کیدل یواځنۍ لاره ده چې سیمې ته سوله راشي.

هغه داسې وویل ،،د دوو مستقلو هیوادونو رامنځ ته کیدل یواځنۍ حل لاره ده. دا لاره د دواړو خواوو خلګو ته د مشروع غوښتنو او ارمانونو د پوره کولو زمینه مساعدوي.،،

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو په ملګرو ملتونو کې د امنیت د شورا د هغه پریکړه لیک په هکله ممتنع رای ورکړه چې په لړ کې یې د اسرایلو له خوا د فلسطین په خاوره کې د کورونه جوړول وغندل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *