چین د تایوان په هکله د ټرامپ وړاندیز رد کړ

ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د تایوان او چین تر منځ په خبرو کې به په سیمه کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ نه کار اخلي خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنه رد کړله.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لو کانګ د ټرمپ‌ د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې ” متحد چین” پر سر مذاکرات نشي کیدلی. د وزارت په اعلامیې کې ویل شویدي چې په هر ډول خبرو کې یوازې د ” چین خلق جمهوریت ” حکومت مشروعیت لري.‌

خو د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ بیا د همدې تیرې جمعې په ورځ‌ د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکې ویلي دي چې د ” متحد چین” په شمول په ټولو مسایلو خبرې اترې کیدلی شي.‌

ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو نه ورسته د تایوان د جمهور رئیسي سره هم په ټیلیفون خبرې کړې وې چې چین پرې جدي عکس العمل ښودلی و. دا په تیرو څلویښتو کالونو کې لومړی ځل و چې د امریکا یو جمهور رئیس یا منتخب جمهور ئیس د تایوان د رهبر سره رسماً خبرې کوي.‌

ډونالډ‌ ټرمپ په چین انتقاد کوي چې د شمالي کوریا د مهار کولو لپاره جدي عمل نکوي او د خپل پولي واحد ارزښت قصداً ټیټوي چې امریکایي شرکتونه تاواني کړي. چین تر اوسه د ټرمپ د انتقادونو په ځواب کې جدیت ندی ښودلی خو کارپوهان وایي کله چې هغه سپیني ماڼۍ ته ولاړ شي،‌د چین عکس العمل به هم بدل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *