جوزجان کې ازبکستاني ترهګر د ماشومانو په جذبولو بوخت دي

جوزجان کې ازبکستاني ترهګر د ماشومانو په جذبولو بوخت دي

ازبکستاني ترهګر په دې ولسوالۍ کې ماشومان ځانمرګو بریدونو ته مجبوري.

افضل د هغه ۱۲ کلن جوزجاني ماشوم مستعار نوم دی، چې د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. افضل چې د ازبکستاني ترهګرو له خوا د ځانمرګو بریدونو او ماین ښخولو له پاره په زور مجبور شوی؛ سلام وطندار ته وویل، چې ازبکستاني وسله والو به په دې نیت چې شهیدان شي؛ بمونه او چاودېدونکي توکي ورکول، چې په خپلو ښوونځیو کې یې ښخ کړي. دی وايي، ازبکستاني ترهګرو به په زور له ځان سره وړل. دی زیاتوي، چې له ازبکستاني ترهګرو سره یوځای پاکستاني هغه هم ملګرتیا کوي.

د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د خپلو ماشومانو ژوند ته اندیښمن دي او له د دې ترهګرو د فعالیت له پراخېدلو نه وېرولي دي.

دوی زیاتوي، که حکومت له ازبکستاني ترهګرو نه د دوی ماشومان ونه ژغوري؛ امکان لري، چې هغوی خپلې مېرمنې د ماشومانو د سرباز ګیرۍ له پاره د جوزجان مرکز ته راولېږي.

د قوش تپې ولسوالۍ یو اوسېدونکي معرفت شریفي سلام وطندار ته وویل، چې ازبکستاني او پاکستاني ترهګر په دې ولسوالۍ کې د ماشومانو پر نیولو او روزنې پراخ کار پیل کړی دی.

د همدې ولسوالۍ بل استوګن حیدرعلي په ټینګار سره وايي، چې ازبکستاني ترهګرو تر اوسه د ۳۰۰ په شاوخوا کې ماشومانو ته ترهګریزې زده کړې ورکړې دي او غواړي، چې دې لړۍ ته دوام ورکړي.

د قوش تپې بل مېشتی وګړی شېردل خان نومېږي. دی وايي، چې د ترهګرو مېرمنې او ماشومان د دې ولسوالۍ د چهاربنده او شورقدوق سیمو کې اوسېږي؛ خو خپله په چقمه چقور سیمه کې مېشت دي.

دوی له حکومت غواړي چې په جوزجان په ځانګړي ډول په قوش تپې ولسوالۍ کې د ازبکستاني او پاکستاني ترهګرو د ځپلو په پار پراخ پوځي عملیات پيل کړي.

په همدې حال کې د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري هم سلام وطندار ته وویل، چې دغه وسله وال کسان د ازبکستان د تحریک اسلامي ګوند پورې اړه لري، چې د طالبانو او داعش وسله والو ډلو د روزلو له پاره قوش تپې ولسوالۍ ته ورغلي دي.

خو غفوري د ازبکستان د تحریک اسلامي ګوند غړيو له خوا په دې ولسوالۍ کې خپلو لیکو ته د ماشومانو د جذب ځواک ردوي او وايي، چې هغوی دومره وس نه لري، چې ماشومانو نه د ترهګرو په توګه کار واخلي.

قوش تپه د جوزجان ولایت هغه ناامنه ولسوالي ده، چې د نورو ترهګرو ډلو ترڅنګ په کې اوس ازبکستاني ترهګر هم فعالیت کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *