تحلیل(څیړنه): د ناامنیو ډیرښت او د مدیریت کمزورتیا

په تېرو میاشتو کې امنیتي مسایل له هغې ډلې د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتې د هېواد د تحولاتو ځانګړې برخه جوړه وي . پدې موده کې د هېواد يو شمېر ډېرې سیمې د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو او جګړو شاهدې وې او پدې منځ د افغان ځواکونو د تلفاتو او د وسلوالو له لوري د امنیتي سرتیرو تر کلابندې پورې راپورونه ورکړل شوي دي. خو هغه څخه چې د اهمیت او کتنې وړ دي هغه د پوځې او امنتیي استراتیژۍ چارچوب او کلیت دي چې په تیره یوه لسیزه کې یې چندان بدلون ندي کړي او دا په داسې حال کې ده چې روان چارچوبونو له ځان څخه کومه ځانګړېنه نده ښودلې . او د هېواد د امنیتي برخې ځانګړي مسایل یې پر خپل ځان رامات کړي دي .

دغه مسایلو د امنیتي ځواکونو څخه اغیزمنتیا او کارآمد والي اخیستي دی او نه یوازې دا چې په هېواد کې د امنیت د ښه کېدو سبب ندی شوی بلکې ناټو او امریکایي سرتیرو د قومندان  له لوري راپورونه خپاره شوي چې ګنې د هېواد یوشمیر ډیره برخه د وسلوالو مخالفانو تر کنټرول لاندې ده او دا ددې ښکارندی کوي چې دغه مسایل او کمبودات د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو او دوي ته د ځاني او تجهیزاتي زیانونو د ډیرېدو په برخه کې د کتنې وړ رول درلودو. کولای شو پدې برخه کې بیلا بیلو ډوله مسایلو ته اشاره وکړو . اول دا چې د تیرو کالو په لړ کې په یوه سیمه کې له ځای پر ځای شویو سرتیرو څخه په خپل کې نه ملاتړ د افغان ځواکونو لپاره سرخوږونکې او تلفاتو ډیریدو مسله وه .

ګویا د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د امنتي ګواښونو د کچې د پیژندنې لپاره هیڅ ډول برنامه شتون نلري او پدې برخه کې هیڅ ډول لومړیتوب ندي وړاندې شوی،  په کراتو کراتو د افغان ځواکونو د کلابندي او حتي دا چې وسلوالو مخالفانو ته د افغان ځواکونو د تسلیمېدو چې بله چاره یې ندرلوده وو چې په یوشمیر موقع کې یې چندان د خوښۍ پایله ندرلوده او د ډيرو وژنو او وینو تویونو سبب به کېدو .  ددغه نقیصې سره که چیرې اوس مهال د وسلوالو مخالفانو د بریدونو پراخوالي ډيریدو او ځیرکتیا د هیواد د امنیت سره په معالدله کې راولو ښکاره ده چې پایله یې د د افغان ځواکونو د تلفاتو له ډیرېدو به بل څه نوي . چې په کابل، کندهار او هلمند کې د سه شنبې ورځې بریدونه  خپله په امنیتي بنسټونو کې د استراتیژۍ د ضعف لامل دي .

له دې داسې ښکاري چې د هیواد امنیتي بنسټونه او ادارې له ډيریو نیمګړتیاوو سره مخ دي. دا نیمګړتیاوې د تورنو، دښمنانو، د خنډونو او ستونزو په پیژندلو وکې له ورایه ښکاري.

له دې سره چې په خبرو کې ډيرې لویې ادعاوې شتون لري خو په عمل کې کمکاري او ضعف لیدل کیږي چې له امله یې افغان دولت د هیواد په ځینو برخو کې ځینې سیمې له لاسه ورکړې او په ښارونو کې حالات د ورځې په تیریدو سره بد تره کیږي.

ددې لویې تشې له مخې داسې ښکاري چې د بریدونو او ناخوالو د مخنیوي لپاره حکومت او په ټوله کې دولت هیڅ ډول پلان نلري او که کوم پلان شتون لري له ډیریو نمیګړتیاوو او مخالفتونو سره مخ دی او ددې پلانونو پلي کیدل به هم  کومه تشه ډکه نکړي.

همدا موضوع ده، ترڅو چې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري کوم برید تر سره نشي د امنیتي چارواکیو ترمنځ کوم خوځښت نه تر سترګو کیږي او نه هم ددې ډول د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کیږي. دا هم په دې ډول ده چې د نوي کال په لومړیوکې امنیتي ادارو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د بریدګری عملیاتو ادعا کړې وه خو داسې ونه شول. د امنیت د ټینګښت په برخه کې د همږۍ او پلان نشتون له امله د هغه سیمو ساتل هم له ستونزو سره مخ دي کوم چې د دولت له وسله والو مخالفینو نیول شوې دي، په ځانګړې توګه د هغه برخو چې په تیرو کلون وکې له وسله والو مخالفینو پاکې شوې او په ډيری نیوکې هم په همدې برخې دي.

د هیواد امنیتي سرتیرو په  میړانه او وړتیا کې کوم شک شتون نلری ستونزه د هیواد امنیتي ځواکونو په لوړه کچه کې ده چې د ښه مدیریت وړتیاپکې نه تر سترګو کیږي. دې نیمګړتیاوو ته په کتو سره د هیواد په ډیریو سیمو کې افغان سرتیري شاتګ ته اړ کیږي چې دا بیلګې د هیواد په بیلا بیلو شمالي او سویلي ولایتون کې لیدل شوې دي  دا ستونزه تر اوسه دوام لري او مالومه نده چې کله به پای ته رسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *