په يونان کې کډوال له ډيريو ستونزو سره لاس او گريوان دي

په يونان کې کډوال له ډيريو ستونزو سره لاس او گريوان دي

په دي هيواد کي هغه کډوال چي په پنډغاليو کې شپي ورځې تيروي وايي دوی تودوخي له پاره سر پناه نلري او که چيري دوي ته رسيدنه ونشي ديري ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي

په یونان کې د کډوالو لپاره لنډ مهالي پنډغالي د  اوسیدو ځای ندی خو په دې پنډغالیو کې په زرګونه هغه کسان شپې ورځې تیروي کوم چې له افغانستان سوریې او عراق څخه دې سیمو ته رسیدلي  دي. په دې دوی کې ډيری کسان سوریان دي چې ډيری ښځې او ماشومان هم ورسره دي  او سړه هوا د دوی ژوند ګواښي.

رستم- “هوا ډیره سړه ده په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره تاسو وینۍ چې دا ځای د سوریې او نورو هیوادونو په څير ندی مونږ په یوه لرې پرته سیمه کې پراته یو دا له ښاره لرې پرته سیمه ده.”

احمد- “په ټولیزه توګه دا ځای ډيره سړه هوا لري د کانتینرونو منځ تر ډيره سوړ وي او ددوی د ګرمولو سیستم کار نکوي خو بیا هم کانتینر له کیږدیو ښه دي. مونږ کوچونی کور لرو چې د سړې هوا مخنیوی نشي کولای.”

په دې پنډغالي کې په سلګونه سوری او نورو هیوادونو دد کډوالو کورونه دي. دا سیمه د یونان له پلازمینی اتیا کیلو متره واټن لري . کله چې د بالکان لاره د کډوالو پر مخ وتړل شوه نو له شپیتو زرو ډير کسان په یونان کې بند پاتې شول او اړ شول ترڅو په همدي هیواد کې پاتې شي خو له دوی څخه هغه پنځه زره کسان په ډير بد حال کې دي کوم چې د خپلو غوښتنلیکونو د ځواب په تمه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *